Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62986
تاریخ انتشار : دوشنبه 23 تله 1397 ساعت : 12:48:38

سیمرغ الرز عقابان هندوکش ته ۳-۱ ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د سیمرغ البرز لوبډله عقابان هندوکش لوبډلې ته ۳-۱ ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د عقابان هندوکش لوبغاړي امید عظیمي لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخته کړه.

خو د لوبې د دوهمې نیمایي په ۵۱مه دقیقه کې د سیمرغ البرز لوبغاړي ویس احمد احمدي ګول وکړ او لوبه یې ۱-۱ برابره کړه.

ورپسې د سیمرغ البرز لوبغاړی محمد حسین محمدي دوهم ګول وکړ او د لوبې په ۸۱مه دقیقه کې د سیمرغ البرز لوبغاړی نعمت الله کریمي درېیم ګول وواهه او له دې سره لوبه ۳-۱ د سیمرغ البرز په ګټه پای ته ورسېده.

د سیمرغ البرز لوبغاړی مصطفی رضایي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

تردې مخکې او د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د سپین غر بازانو او د موج های آمو لوبه ۱-۱ مساوي پای ته رسېدلی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.