Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63017
تاریخ انتشار : دوشنبه 30 تله 1397 ساعت : 22:48:41

روسیه: د ټرمپ وروستۍ څرګندونې به نړۍ په لا خطرناک ځای بدله کړي

روسیه وایي ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې له روسیې سره له یو اټومي تړون وځي.

د ده په خبره که دغه تړون لغوه شي، نو روسیه به بېرته د بېلانس برابرولو په موخه لا ډېر توغندي جوړ کړي او دا مسئله به نړۍ په لا ډېر خطرناک ځای بدله کړي.

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف په یوه خبري غونډه کې ویلي، روسیه دغه تړون ته ژمنه ده، خو که لغوه کېږي بیا به په نړۍ کې د وسلو سیالي پیل شي.

په ۱۹۸۷ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالډ ریګان او د روسیې د ولسمشر ګورباچف تر منځ یو تړون لاسلیک شو.ددغه تړون له مخې د امریکا او روسیې ترمنځ د وسلو د جوړولو سیالي ودرول شوه او تر دې دمه عملي کېږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.