Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63021
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 لړم 1397 ساعت : 21:40:32

ازبکستان د چابهار بندر له ظرفيتونو استفاده کول غواړي

د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي وويل، د ايران د چابهار بندر وسائل او امکانات د ازبکستان او نورو هېوادونو د سامانونو د ټرانزېټ لپاره مناسب دي چې پکار دي له دغو ظرفيتونو ښه استفاده وشي.

د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي عصمت ا...اير ګاشيف بېګا په چابهار کښې د سيستان او بلوچستان د نبدرونو او سمندري چارو مديرانو په غونډه کښې وويل: په نزديو راتلونکو وختونو کښې به ازبکستان او افغانستان د دوو ګاونډي او دوست هېوادونو په توګه د سامانونو د صادراتو او وارداتو لپاره له ايران په تېره بيا له چابهار بندر څخه استفاده وکړي.

ايرګاشيف د دې په بيانولو سره چې په چابهار کښې د ټرانزېټي، اقتصادي او بندري وسائلو د ظرفيتونو په زمينه کښې ډېر ښه اقدامات ترسره شوي دي وويل، ايران له ګاونډيانو سره مناسب تعلقات لري او تل په نړيوال اړخ کښې له نورو هېوادونو سره د اقتصادي، تجارتي او سياسي تعلقاتو د پراختيا په لټه کښې دے.

د اربکستان د رېلوۍ مرستيال فضل الدين سغدا... ايف چې چابهار ته يې سفر کړے دے د دې په بيانولو سره چې د چابهار – ازبکستان ريلي اتصال د سامانونو په ټرانزېټ او د تجارتي او اقتصادي تعلقاتو په پراختيا کښېد بدلون سبب کيږي وويل، د ايران، ازبکستان او افغانستان ګډه ريلي ملګرتيا ضروري ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.