Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63022
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 لړم 1397 ساعت : 21:42:04

د خاشقجي د دوسيې د تړلو په بدل کښې ترکيې ته د مکې د امير د رشوت وړانديز

د قطر الشرق ورځپاڼې سردبير د سعودي نيوکه کونکي جمال خاشقجي د قتل د دوسيې د تړلو لپاره د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان د رشتوت له ورکولو پرده اوچته کړه.

د خبريالانو د کلب د رپوټ له مخې د قطر الشرق ورځپاڼې سردبير صادق محمد العماري په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د ترکيې ولسمشر ته د يوې نزدې سرچينې له قوله وليکل، د مکې امير خالد الفېصل اردوغان ته وړانديز کړے دے چې د خاشقجي د دوسيې د تړل کېدو په بدله کښې له انقرې سره مالي مرسته وکړي او د قطر بائيکاټ هم ختم کړي خو اردوغات دغه وړانديز يو سياسي رشتون ګڼلے دے.

له دې مخکې هم په لبنان کښې د ترکيې سفير هاکان کاکيل د خاشقجي د دوسيې د تړلو لپاره ترکيې ته د ۵ ميليارډ ډالرو رشتون ورکولو خبر ورکړے ؤ.

د ترکيې ولسمشر پرون د دغه هېواد په پارلېمان کښې د سعودي د نيوکه کونکي جرنلېست جمال خاشقجي د قتل د تفصيلاتو په بيانولو سره چې تاکيد وکړ، د ځينو اټکلونو په اپوټه د خاشقجي قتل له مخکې نه پلان شوے ؤ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.