Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63024
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 لړم 1397 ساعت : 21:46:16

د سي آئي اے مشرې ته د انقرې لخوا د خاشقجي د قتل د مدارکو ورکول

د ترکيې استخباراتي ادارې په سعودي نيوکه کونکي جرنلېسټ جمال خاشقجي د قتل پوره معلومات د امريکې د جاسوسي ادارې سي آئي اے مشرې ته ورکړل.

د ترکيې چاپ صباح ورځپاڼې د ننني رپوټ له مخې د ترکيې د استخباراتي ادارې چارواکو د سي آئي اے له مشرې مېرمن جينا هاسپل سره په کتنه کښې د خاشقجي له قتل سره اړوند مدارک په استنبول کښې د سعودي په کنسولګرۍ او د سرکنسول په کور کښې له تحقيقاتو څخه راغونډ شوي معلومات ورکړل.

مېرمن جينا هاسپل وويل، په استنبول کښې د سعودي د کنسولګرۍ او له هغې سره د نزدې سړکونو د کېمرو له تصويرونو نه علاوه د واشنګټن پوسټ د دغه خبريال د قتل د صحنې يو شمېر غږيز فائلونه، اسناد او مدارک هم هغې ته ښودل شوي دي.

مېرمن هاسپل پرون د جمال خاشقجي د قتل د دوسيې په باره کښې د ترکيې د مدارکو د کتلو او په دغه ماجره کښې د سعودي د رول د څېړلو لپاره د ترکيې پائېتخت انقرې ته لاړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.