Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63025
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 لړم 1397 ساعت : 21:47:45

په يمن کښې د سعودي د جنايتونو په وړاندې د نړيوالې ټولنې په خاموشۍ د عفوې د نړيوالې ادارې نيوکه

د عفوې نړيوالې ادارې د يمن د عامه خلقو په قتل عام کښې د سعودي د جنايتونو په وړاندې د حکومتونو او نړيوالو ټولنو په خاموشۍ نيوکه وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د عفوې په نړيواله اداره کښې د فرانسې د برخې مدير ايو پريژان وويل، دا افسوسناکه خبره ده چې نړيواله ټولنه د جمال خاشقجي په قتل ردعملونه څرګندوي خو په يمن کښې د سعودي د جنايتونو په وړاندې چې د زرګونو بې ګناه عامه خلقو د قتل عام سبب شوي دي خاموشي اختيار کړې ده.

پريژان وويل، د سعودي د اقداماتو په اړه د نړيوالې ټولنې حساسيت  د بشري حقوقو خيال ساتنې ته د سعودي د ژمن کولو او په دغه هېواد باندې د وسلو د خرڅون د بندولو لپاره د عامه افکارو په تېره بيا د فرانسې او نورو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ د يوانګار په شان کېدې شي.

د عفوې د نړيوالې ادارې دغه چارواکي له فرانسې وغوښتل چې له سعودي سره دې خپلې وسله ايزې معاملې لغو کړي.

سعودي د امريکې او اماراتو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهسې په يمن باندې په فوځي تيري او د دغه هېواد په زمکنۍ، سمندري او هوائي محاصرې سره له څوارلسو زرو نه د زياتو عامه يمنيانو د قتل عام د لسګونو زرو د زخمي کېدو او د ميلينونو تنو د مهاجرېدو سبب شوے دے.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.