Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63035
تاریخ انتشار : جمعه 4 لړم 1397 ساعت : 19:51:37

د جمال خاشقجی قاتلان د حکومت لوړرتبه چارواکی دی

دسعودي عربستان حکومت اوس په رسمي ډول ومنله چې نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجي حکومتي چارواکو د ترکیې په استنبول کښې په کنسولګرۍ کښې وژلي دی .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د ملګروملتونو راپورټرې(Special Rapporteur) میرمن اګنس کالامارډ (Agnes Callamard)وویل هغه کسان چې د سعودی عربستان نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی یې وژلی دی داسې لوړرتبه چارواکی دی چې د حکومت استازی توب کوی .

د ملګروملتونو دخپل سرو او غیرقانونی اعدامونو او پانسیو په چارو کښې د ملګروملتونو راپورټرې میرمن  کالامارډ په سعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې په اړه وویل دغه جنایت په یوه حکم کښې غیرقانونی اعدام دی او په دغه وژلې کښې دسعودی عربستان د حکومتی چارواکو رول ته په پام سره  باید باوری تحقیقات ترسره شی .

دسعودی عربستان حکومت اوس په رسمی ډول ومنله چې نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی حکومتی چارواکو د ترکیې په استنبول کښې په کنسولګرۍ کښې وژلی دی .

د سعودی عربستان حکومت مخکې ګډې وډې خبرې کولې او ویل یې چې جمال خاشقجی د کنسولګرۍ له چارواکو سره په جګړه کښې وژل شوی .

ویل کیږی چې د سعودی عربستان کابو پینځلس(۱۵) چارواکی چې یوه ډاکټر هم پکښې شامل وو د جمال خاشقجی دوژلې لپاره ترکیې ته تللی وو او د  خاشقجی له وژلو او په ارې() سره د هغه د مړی له ټوټې ټوټې کولو وروسته سمدستی خپل هیواد ته ستانه شوی وو.

بل خبر دا چې د خبریال جمال خاشقجی مشر زوی صلاح خاشقجی  چې د امریکا او دعربستان تابعیت لری اوس له خپل هیواد څخه امریکا ته تللی دی .

د سعودی عربستان حکومت د جمال خاشقجی په کورنۍ بهر ته په تلو بندیز لګولی وو .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.