Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63039
تاریخ انتشار : شنبه 5 لړم 1397 ساعت : 19:36:49

د اسراييلو په ډزو څلور فلسطينيان وژل شوي، سلګونه ټپيان دي

د فلسطينيانو د لاریونونو پر مهال د اسراييلي عسکرو په ډزو څلور فلسطينيان شهيدان شوي او له دوه سوه زيات ټپيان دي.

اسراييلي چارواکي وايي، تيره ورځ زرګونه فلسطينيانو په غزه ښار کې د اسراييلي پولو ته نږدې لاريونونه وکړل او په اسراييلي عسکرو يې د اور بمونو او کاڼو وارونه کول.

د فلسطین روغتیايي سرچینې وايي،د اسرایلي ځواکونو په پرونيو چې د غزې په تراړه کې يې پر فلسطينيانو کړي په ترڅ کې يې څلور وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپيان دي.

په عين حال کې د اسراييلي پوځ سرچينو په غزه کې د حماس ډلې په درېيو مرکزونو د بمبار خبر هم ورکړی دی.

فلسطينيانو د روان کال د ميارج مياشتې راهسې د اسراييلو پرضد لاريونونه پيل کړي او غوښتنه کوي چې اسراييل دې د غزې کلابندي ختمه کړي چې وخت ناوخت دغه لاريونونه په شخړو بدليږي او د اسراييلو عسکرو په ډزو فلسطيني لاريونوالو ته مرګ ژوبله اوړي.

د راپورونو له مخې، د اسراييلي عسکرو په ډزو په روانو لاريونونو کې تر دې دمه ۲۱۲ فلسطینیان شوي او یو اسرایلي عسکر وژل شوی دی.

په فلسطين کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پنجشنبې په ورځ د م-م عمومي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، په غزه د اسراييلو د کلابندۍ له کبله د استوګنې ځايونه ویجاړ شوي، بې روزګارۍ کچه اویا سلنه ته رسېدلې، روغتيايي چارې په ټپه ولاړې دي او په سيمه کې د پاکو اوبو استعمال له خطر سره مخ دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.