Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63042
تاریخ انتشار : شنبه 5 لړم 1397 ساعت : 20:05:28

د حسینی اربعین نږدی لس زره افغانستانی زیارت کونکی د ایران خراسان رضوی ته ورسیدل

د خراسان رضوی د ولایت مقام د زیارت کونکو د هوساینی چارو لوی مدیر وویل: تر اوسه پوری د حسینی اربعین ۹۶۸۹ افغانستانی زیارت کونکی، د خراسان رضوی له پولو څخه دغه ولایت ته رسیدلی دی.

د ایران د خراسان رضوی د ولایت مقام د زیارت کونکو د هوساینی د چارو لوی مدیر« مهدی فروزان »، د خبریالانو په ټول کی څرګنده کړه: افغانستانی زیارت کونکی؛ حسینی اربعین په مراسمو کی د برخه اخیستو لپاره، له خراسان رضوی ولایت څخه، د عراق پولې ته خوځیږی.

فروزان زیاته کړه: د افغانستان دغه زیارت کونکی د صفر میاشتې په وروستیو لسو ورځو کی، د لسم معصوم امام؛«امام رضا ع» زیارت ته راځی.

عراق؛ په افغانستان کی سیاسی نمایندګی نه لری، او د یاد هیواد د حسینی اربعین زیارت کونکی باید، د ویزو د ترلاسه کولو لپاره له دوهم هیواد څخه استفاده وکړی، چی ایران د عراق د مقدسو

ځایونو د زیارت د مینه والو د تلو لپاره ډیر ډاډمن هیواد دئ، او هر کال په زرګونه زیارت کونکی، له دې لارې څخه عراق ته ورځی.

د صفر میاشتی په ۲۰ نیټه؛ د کربلا په بیدیا کی د امام حسین ع او د انحضرت د وفادارو یارانو د شهادت اربعین یا څلویشتۍ ده، ځکه نو د نړۍ له ګوټ؛ګوټ څخه په میلیونونه زیارت کونکی، د حسینی اربعین په دستورو کی د برخه اخیستو لپاره، د کربلا ښار ته رسیږی.    


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.