Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63054
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 لړم 1397 ساعت : 17:25:34

د واشنګټن په ضدپه تبلیغاتی جنګ دنورو په تورنولوسره دامریکاله واقعیتونو تښته

امریکا چې تر دې دمه ځان د ساړۀ جنګ له پړاوه په وروسته دوران کې یو زبرځواک ګڼی، تل د سافټ وار، نفسیاتی عملیاتو او دعمومی ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې هڅه کوی، څو دنورو هیوادونو عمومی افکار، له خپلو موخو او سیاستونو سره برابر کړی. په دې چوکاټ کې واشنګټن له رسنئ قدرته، له سایبری قدرته او مجازی فضا او نورو آوزارنو او اړمونو استفاده کوی.

داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې په هغه اقدام کې چې دامریکا مخ په وړاندې تښته بلل کیدلی شی، واشنګټن نور هیوادونه پر سیاسی بهیرونو دنفود اعمالولو په تیره بیا دامریکا د انخاباتو پر بهیر او ولس د اغیزشیندنې په موخې سره د امریکا په داخل کې د پروپیګنډو لپاره په هڅې تورن کړی دی. په دې باب د امریکا دبهرنیو چارو مرستیال رابرټ پالادینو بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی، د نړس د تعامل مرکز، د بهرنیو هیوادونو له خوا له خپرو شوو ناسمو اطلاعاتو اوتبلیغاتو سره دمقابلې لپاره څلویښت میلیون ډالری بودجه بیّله کړې ده. د پادینو په وینا، دغه پیسې د روسیې،ایران او چین په څیر د نورو هیوادونو له تبلیغاتی جنګ سره دمقابلې لپاره بیّله شوی دی.

 دامریکا د کانګرس د مینځ پړاوه انتخاباتو په درشل کې چې د سپینې ماڼۍ چارواکی په تیره بیا د دغه هیواد ولسمشر ډونالډټرمپ هڅه کوی، ځان له بهرنیانو په تیره بیا له روسیې سره له هرډول معاملې او سازبازه بَری کړی، د ټرمپ د حکومت چارواکی هڅه کوی، پر نورو هیوادونو په تپلو سره، په چټی پلمو سره د تور ګوته دهغوی په لور سمه کړی. دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورن دی، چې د دغه ه یواد د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ئې له روسیې سره معامله اوساز باز کړی دی. په دې اساس، د دغې دوسیې ځانګړی پلټونکی رابرټ مولر کابو دوه کاله کیږی، چې په دې زمینې کې په څیړنو بوخت دی اوتر دې دمه ئې د ټرمپ د انتخاباتی کمیشن ځینی چارواکی او همداراز د هغه لور او زوم وربللی دی. دغه څیړنې لامل شوی دی، څود سپینې ماڼۍ د ټرمپ د پړاؤ یو شمیر لوړپوړی چارواکی له کاره ګوښه شی او په دې زمینې کې څیړنې اوارزونې هماغه راز دوام لری.

 همداراز د چین په ضد دامریکا دتجارتی اوټیرفی جنګ په پیلیدا سره ډونالډټرمپ ا و د هغه لومړی مرستیال مایک پنس په کرتو، چین تورن کړی، چې د جمهوری پالو تر سلطې لاندې سیمو کې د ډیرو زیاتو پیسو په لګولو سره په دې پسې دی، څو د دغه ګوند ملاتړی پانګوال دټرمپ د ملاتړ له دوامه وغړوی.

 دایران په باب هم ډونالډټرمپ مدعی دی چې ایران هڅه کوی، د ټوئیټر په څیر دټولنیزو چینلونو او مجازی فضا له لارې په امریکا کې د خپلې خوښې پیغامونه خپرۀ کړی.

 دماریکا کړچار ته کتنه ښئ، چې د هغو د ادعاګانو په اپوټه، دا واشنګټن دی، چې تل د امریکا غږ او هم د ټولنیزو چینلونو په څیر تر خپل پوښښ لاندې د رسندیو له لارې ئې هڅه کړې، څو د ایران او روسیې په څیر د هیوادونو پر عمومی افکارو اغیزې وشیندی او د ورغجنو ادعاګانو اومسئلو په مطرح کولو سره، د دغو هیوادونو خلک ناکراریو ته وهڅوی او په دغو هیوادونو کې ټولنیزې اوسیاسی بې ثباتۍ راپورته کړی. له بل پلوه په اوسنۍ نړۍ کې چې د ارتباطاتو او د اطلاعاتو سملاسی خوریدا دور دی،واشنګټن په ښه ډول په دې موضوع پوه دی، چې د اطلاعاتو او پروپیګنډو بهیر یو اړخیز نه وی او نور هیوادونه هم دامریکائی ولس د یوې برخې د خبرولو اوپُوهَوَلو په څیر دموخولپاره له مجازی فضا اوانټرنیټه استفاده کولی شی. دا موضوع، اوس، د یمن په جنګ کې د ټرمپ د حکومت له ویجاړونکی رول ا و دغه راز پر عربستان د مشهور نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په بوږنونکی وژلې کې د سعودیانو د جنایت په اړخونو دبرغولی د کیښودلو لپاره، له آل سعود رژیم سره دامریکا دحکومت له سازبازه،دامریکائی ولس دخبرولو لپاره دهڅې په څیر د موضوعګانو په زمینې کې راښکاره شوې ده.

په حقیقت کې د امریکا حکومت دخپلو فعالیتونو په باب د عمومی افکارو د یوې برخې په خبریدا او دنورو هیوادونو له خوا د نیوکه کونکو پیغامونو په زیاتیدا اندیښمن دی، او نیّت لری، دامریکائی ښاریزو له دغه شان فعالیتونو د خبریدا مخنیوی وکړی.


  بشپړریډیوئی تحلیل

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.