Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63056
تاریخ انتشار : چهار شنبه 9 لړم 1397 ساعت : 18:00:54

کابل کې د سینې سرطان په اړه د عامه پوهاوي نړېواله میاشت ونمانځل شوه

د سینې سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ نن د اکټوبر میاشت چې د سینې سرطان په اړه د عامه پوهاوي نړېواله میاشت نومول شوې، نن په کابل کې ونمانځله.

د سینې سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ رییسې نسرین اوریاخېل وویل، اوس‌مهال په افغانستان کې د سینې سرطان ګواښوونکې ناروغۍ په اړه د خلکو عامه پوهاوي نه لرلو له کبله، د یادې ناروغۍ پېښې زیاتې شوي دي.

د نوموړې په وینا، د سینې سرطان ناروغي وژونکې ده او درملنه یې هم شونې ده، خو په وینا یې، مېرمنې باید د میاشتنۍ ناروغۍ په پای کې وګوري چې په سینو کې یې کومه غیرعادي کتله پیدا شوې نه وي. نوموړې زیاتوي، که داسې څه یې وموندل، ژرترژره دې ډاکټر ته لاړې شي او له چاغوالي، سېګرېټو، نشه‌يي توکو او الکولو له کارولو دې هم ډډه وکړي.

آغلې اوریاخېل له حکومت او نورو بنسټونو وغوښتل چې د سینې سرطان ناروغۍ د تشخیص ترڅنګ، د یادې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي برخې کې پانګونه وکړي.

 د سینې سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ ۳ کاله وړاندې جوړ او اوس‌مهال ۶زره غړي لري چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یادې ناروغۍ په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

بلخوا د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل چې خپله یې هم د سینې سرطان ناروغي تېره کړې وايي، یاده ناروغي وژونکې ده او ګڼ‌شمېر ښځې یې په اړه له شرمه څه نه وايي چې ناوړې پایلې لري.

نوموړي زیاتوي، په منځنۍ کچه له هرو ۸ مېرمنو، یوه یې د سینې سرطان پر ناروغۍ اخته ده او یو فیصد نارینه هم په‌دې ناروغۍ اخته کېږي چې د ښځینه‌وو په پرتله، د نارینه‌وو هغه ډېره وژونکې ده.

 که څه هم د سینې سرطان ناروغي ګواښوونکې او وژونکې ده، خو په افغانستان کې یې اوس هم د درملنې له‌پاره لازمې اسانتیاوې نه‌شته او یوازې په دوو دولتي روغتونونو کې یې د درملنې مرکزونه فعال دي. د نننۍ غونډې ګډونوالو له حکومت او مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې په‌دې برخې کې د پام‌وړ پانګونه او کار وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.