Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63057
تاریخ انتشار : پنج شنبه 10 لړم 1397 ساعت : 14:56:22

امریکا به په نوې توطئه کی بریالۍ نه شی

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، د امریکی له بندیزونو سره سره، زیاتره آسیایی او اروپایی هیوادونه، له ایران سره د همکاریو د دوام غوښتونکی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحان پرون چهارشنبه، د اقتصادی همکاریو د ادامی لپاره، له ایران سره د هیوادونو د نمایندګانو اړیکی ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: امریکائیان به په نوې توطئه کی بریالۍ نه شی، او ورو؛ ورو د شاته تګ په حال کی دی، ځکه چی صفر ته د ایران د تیلو د صادراتو د رسولو په زمینه کی بریالۍ نه ؤو.

روحانی زیاته کړه: موږ په آسانۍ سره له مشکلاتو څخه تیریدلای شو، او خپلو تجارتی لورو ته وایو، چی د امریکی دباؤونه به لنډ مهال وی.

د ایران ولسمشر، په دوام کی د حسینی اربعین زیارت والو ته د خدمت کولو په دلیل، د عراق له دولت او خلګو څخه د قدرونی په کولو سره وویل: د حسینی اربعین پیغام؛ د آزادۍ، خپلواکۍ، امنیت او نړیوالی سولی پیغام دئ، او د آزادۍ او انسانیت ټول مینه وال باید د هغه په لټهکی وی.

د دې بندیزونو دویم پړاو چې د دې هېواد د تېلو سکټور په نښه کوي، له راتلونکې اوونۍ پېلېږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.