Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63061
تاریخ انتشار : جمعه 11 لړم 1397 ساعت : 20:18:46

مولانا سمیع الحق ووژل شو

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند مشر مولانا سمیع الحق چې په افغانستان کې یې د ”طالبانو په معنوي پلار“ مشهور و په یو برید کې وژل شوی دی.

د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حمید الحق رسنیو ته ویلي، چې پلار یې په خپل کور کې په چاړه وهلو سره وژل شوی دی.

د راولپنډي ښار د پولیسو چارواکي تائیدوي چې مولانا سمیع الحق نن ماښام د نا څرګندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې نوموړی پر موټرسایکل سپرو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

مولانا سمیع الحق له ۱۹۸۸ میلادي کال راهیسې د دارلعلوم حقانیه مشری کوله او په افغانستان کې یې د وسله والو طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و.

تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.