Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63072
تاریخ انتشار : سه شنبه 15 لړم 1397 ساعت : 21:39:57

د حضرت محمد(ص) سرښيندنه او فضيلت

کله به چې د هغوي ذاتي بې احترامي وشوه، انتقام به يې نه اخستو. د نورو په خطا او بدسلوک به يې سترګې پټولې او د هغوي د ازارولو او ځورولو په وړاندې به يې له صبر، زغم او معافۍ کار اخستو.

کله چې مکه فتح شوه پيغمبر(ص) له هغو ټولو ظلمونو سره سره چې قريشو پرې کړي وو هغوي معاف او خوشي کړل.

د احد په جنګ کې د "وحشي" په نامه يو سړي د پيغمبر(ص) ترۀ حضرت حمزه(رح) شهيد کړی ؤ خو پيغمبر(ص) هغه معاف کړو همداراز د ابوسفيان او هندې له ټولو ظلمونو تېر شو. خو دغه ټول صبر او زغم سره سره کله به چې د دين د لمن د داغيدو يا په دين د تېری مسئله وه، نرم نۀ ؤ بلکې د خداي حکم به يې جاري کوو او د چا سفارش به يې نه منلو.

کله چې خبر شو چې فاطمه مخزوميه غلا کړې ده د اسامه بن زيد سفارش ته يې غوږ ونه نيوۀ او وې فرمايل: "تر تاسو مخکې قومونه ځکه تباه شول چې په لويو او مالدارو خلقو به يې د حد قانون نه جاري کولو. په خداي قسم که زما خپلې لور فاطمې هم دا کار کړی وی، لاس به مې يې پريکولو.[1]


د حضرت محمد(ص) پاکي او صفايي:
د پيغمبر(ص) عطر ډير خوښ[2] و د عطرو په اخستو به يې تر خوړو زياتې پيسې خرڅولې.[3] له کومې لارې به چې تيريدې د عطرو خوږ بوي به يې راتللو او چې څوک به هم له دغې لارې تيريدل نو پته به ورته لګيده چې هغه مبارک په دغه لار تير شوی دی.

مسواک به يې زيات وهلو[4] او له ډوډۍ مخکې او وروسته به يې لاسونه وينځل. له کوره د وتلو په وخت به يې هندارې يا اوبو کې کتل، په ځان به يې ګوتې وهلې او ښه برابر به له کوره وتلو.[5]


عبادت او پرهيزګاري:
پيغمبر(ص) له مانځه سره زياته مينه لرله. په نيمو شپو به پاڅيدو مسواک به يې وهلو، مونځ به يې کوو، له خپل خداي سره به يې رازو نياز کولو. دومره زيات چې په عبادت کې د ودريدو په وجه يې پښې پړسيدلې وې،[6] هغه مبارک په ټولو اخلاقي صفاتو کې نمونه ؤ او د هغوي پاک سيرت او اخلاق په دې لنډ کتاب کې نشو رالنډولی. يوازې د هغوي د نوراني څېرې يو لنډ غوندې تصوير انځورلی شو چې هغه مسلمانان چې ځان د اسلام منوونکي ګڼي د هغوي سيرت ځانته اييډيل وټاکي او له هغوي د ژوند پروګرام او سم اخلاق زده کړي لکه څنګه چې قران مجيد فرمايي: لقد کان لکم في رسول الله اسوةٌ حسنة[7] "د پيغمبر(ص) اخلاق او سيرت د تاسو لپاره اسوه او نمونه ده. د خداي سلام دې وي په هغوي چې تر ټولو غوره او لوړ ؤ.
---------------------------------------------------------------------------------
[1]  . ارشاد الساری شرح صحيح البخاری ج9 ص456 چاپ 1305هجري.
[2]  . وسائل ج1 ص442 نوې چاپ.
[3]  . وسائل ج1 ص443 نوې چاپ.
[4]  . وسائل ج1 ص449 نوې چاپ.
[5]  . وسائل ج16 ص472 او ج3 ص344.
[6]  . کحل البصر ص78.
[7]  . سوره احزاب ايه21.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.