Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63118
تاریخ انتشار : دوشنبه 28 لړم 1397 ساعت : 16:22:43

دسورئې په ادلب کې تکفیری ترهه ګر بیا سره ښکر په ښکر شوی دی

 تکفیری ترهه ګرو په تیرو دوو کلونو کې د سورئې له پوځ او مقاومتی ځواک څخه په پرله پسې ماتو سره سربداله شوی او د هغوی اربابان هماغه راز هڅه کوی په ادلب ولایت کې ئې یو ځای غونډ کړی څو په نورو سیمو اوهیوادونو کې ورځینی ناوړه استفاده و کړی.

د سورئې په شمال لویدیځ کې دادلب ولایت په شمالی سیمو کې دفرانسوی ترهه ګرو حراس الدین ډلې سره د النصره جبهې یا تحریر الشام ترهه ګر ښکیل شوی او وئیل کیږی چې دواړو خواؤ څخه یو شمیر ترهه ګر هلاک او ټپیان شوی دی.

 راپور ښئ دغه ښکر په ښکرکیدا هاله پیل شوې، چې تحریر الشام تکفیری ترهه ګرې ډلې د حراس الدین ترهه ګرې ډلګۍ اوه بهرنی ترهه ګر په حارم ښار کې ونیول.

 ددغه راپور په اساس،په حارم ښارکې دیره ترهه ګرتیارسۍ شوی او د دغې سیمې په کوڅو کې سخت اخ وډب روان دی.

 د ځینو احصایو په اساس، دسورئې د پوځ او مقاومتی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې د دغه هیواد له بیلابیلو سیمو د نړس د شپیتو هیوادونو له یو سل درو ترهه ګرو ډلو سره اړونده یو لک شپږڅلویښت زره ترهه ګر ادلب ته منتقل شوی دی.

 تکفیری ترهه ګرو په تیرو دوو کلونو کې د سورئې له پوځ او مقاومتی ځواک څخه په پرله پسې ماتو سره سربداله شوی او د هغوی اربابان هماغه راز هڅه کوی په ادلب ولایت کې ئې یو ځای غونډ کړی څو په نورو سیمو اوهیوادونو کې ورځینی ناوړه استفاده و کړی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.