Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63132
تاریخ انتشار : شنبه 3 لیندۍ 1397 ساعت : 16:47:29

د اسلامي وحدت دوه دېرشم نړيوال کانفرنس په تهران کښې شروع شو

د اسلامي وحدت دوه دېرشم نړيوال کانفرنس نن «قدس د امت د وحدت محور» په شعار ، د ايران د اسلامي جمهوريت د حامد کرزی په وېنا او د اسلامي مذاهبو د نزدېکت د ټولنې د مشر آيت ا... محسن اراکي په شتون سره په تهران کښې شروع شو.

په دغه کانفرنس کښې د نړۍ له سلو هېوادونو څخه له درې سوو نه زيات عالمان، متفکران، سياستدانان او هنرمندان ګډون کوي.

د دغه کانفرنس د پروګرامونو يو خصوصيت په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د اسلامي جمهوري نظام د کاميابيو بيانول دي.

سږ کال به د «فلسطين او د پېړۍ معامله»، «فلسطين او قدس شريف» او « فلسطين او د ستنېدو حق» په عنوانونو سره د فلسطين په اړه درې کمېشنونه جوړ شي.

د اسلامي وحدت د دوه دېرشم کانفرنس نور کمېشنونه په دا ډول دي: « د مسلمانو ښځو د اتحاديې ناسته»، «د بنيادي نزدېکت او د وحدت د ډېپلومېسۍ د سټراټيجکې اجرا د جمعيتونو د رول کمېشن»، « د نېکو کوششونو کمېشن» او «د نبوي ساداتو د اتحاديې ناسته»


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.