Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63152
تاریخ انتشار : شنبه 10 لیندۍ 1397 ساعت : 18:32:54

فیفا د افغان ښځینه فوټبال له یوشمېر غړو سره د جنسي ځورونې په اړه ادعاوې څېړي

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د افغاستان د نجونو فوټبال له یو شمېر غړو سره د جنسي ځورونې په اړه ادعاوې څېړي.

د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې یو شمېر مخکنیو لوبغاړو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې د ښځینه فوټبال یو شمېر غړي د فډراسیون د نارینه چارواکو له لوري جنسي ځورونې او تشدد ښکار شوي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال مخکنی مشرې خالدې پول، د ښځینه ملي لوبډلې غړې مینا احمدي او شبنم مبارز ګاډین ته ویلي، چې د جنسي ځورونې سربیره د ملي لوبډلې یو شمېر غړي د مرګ ګواښ هم شوی دی.

د ګارډین ورځپانې د راپور له مخې، د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو په وړاندې په افغانستان کې دننه بد چلند شوی او د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د اردن په یوه روزنیز کمپ هم د ښځینه فوټبال یو شمېر لوبغاړي د جنسي ځورونې او تشدد ښکار شوي دي.

بلخوا د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې که دغه فدراسیون د لګول شویو تورونو په اړه پوره شواهد او معلومات ترلاسه کړي نو له بیړنیو اقداماتو او څېړنو ډډه ونه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.