Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63153
تاریخ انتشار : شنبه 10 لیندۍ 1397 ساعت : 18:33:42

د امریکا پخواني ولسمشر جورج «ایچ ډبلیو» بوش د ۹۴ کلونو په عمر ومړ

د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو پخواني ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش د ۹۴ کلونو په عمر مړی شوی دی.

د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش اعلان کړی، چې پلار یې د جمعې په ماښام مړ شوی دی.

د پخواني ولسمشر ویاند جیم مک ګرات هم د نوموړی د مړینې خبر تائید کړی دی، خو د مړینې د علت په اړه یې څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې نوموړی د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې روغتون لېږدول شوی و.

نوموړی د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا په تکساس ایالت کې پیلوت و او د ۱۹۶۴ په میلادي کال کې یې له جمهوریپالو سره خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړل.

جورج ایچ ډبیلو بوش چې په جور بوش سینیر مشهور و، د ۱۹۸۹ میلادي کال په جنوريمیاشت کې د امریکاد ۴۱م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.