Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63163
تاریخ انتشار : دوشنبه 12 لیندۍ 1397 ساعت : 10:35:33

زلمي خلیلزاد افغانستان او ۷ نورو هېوادونو ته سفر کوي

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او څو نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د یوه پلاوي په مشری پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفر کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي خلیلزاد به د ډسمبر میاشتې له ۲مې نیټې څخه تر ۲۰مې نیټې پورې له افغان چارواکو او نورو خواوو سره د افغانستان د سولې او پخلاینې او له دغه بهیر سره د ښکېلو خواوو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد به له ولمسشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو شریکانو سره په تماس کې وي او همغږي ولري تر څو وکولی شي وسله وال طالبان د افغانستان د حکومت او خلکو سره د خبرو میز ته راوړي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې ښاغلي خلیلزاد تر دې مخکې د مدني ټولنې، رسنیو، دولتي او غیردولتي چارواکو سره کتلی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.