Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63165
تاریخ انتشار : سه شنبه 13 لیندۍ 1397 ساعت : 18:24:00

د امریکا ځانګړې استازې زلمې خلیل زاد پاکستان ته ورسید

خلیل زاد له دې مخکې افغانستان ته سفر کړی وو او ټاکل شوی ده د خپل سیمه ایز سفر په دوام کې اماراتو ، روسیې ، ازبکستان ، ترکمنستان ، بلجیم او قطر ته هم ولاړ شی.

له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی چی د افغانستان په چارو کی د امریکا ځانګړې استازې زلمی خلیل زاد  د سیمې هیوادونوته د خپل دریم پړاویز سفر په دوام کی نن اسلام اباد ته رسیدلې دې او په دغه سفر کی به د پاکستان له  ځینوچارواکو سره  کتنه او دافغانستان د سولې په ارتباط خبرې اترې وکړی .

خلیل زاد له دې مخکې افغانستان ته سفر کړی وو او ټاکل شوی ده د خپل سیمه ایز سفر په دوام کې اماراتو ، روسیې ، ازبکستان ، ترکمنستان ، بلجیم او قطر ته هم ولاړ شی .

له بلي خوا  برتانوی رسنۍ ټيليګراف  هم خبر ورکړى چې د طالبانو د قطر دفتر اووه کسيز پلاوى هم د سولې په اړه د مشورو لپاره پاکستان ته تللى دى.

يادې رسنۍ د طالبانو د نږدې سرچينو په حواله ليکلي چې د قطر دفتر پلاوى به په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره له امريکا سره ددريم پړاو خبرو اترو لپاره   مشورې وکړي.

خو سرچينې زياته کړې، دا لا نه ده معلومه چې د قطر ددفتر د مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ دغه پلاوى به د طالبانو مشر ملا هیبت ا... سره نېغ په نېغه وګوري که نه.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغان سولې لپاره دغو هلو ځلو په داسې حال کې زور اخيستى چې دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزير عمران څخه په يوه ليک کې په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

تراوسه  له افغان دولت او امریکا سره د سولې د خبرو اترو لپاره په طالبانو د دباو او مجبورولو لپاره د افغانستان ، قطر او امارتو په شمول د سیمې هیوادونو ته د خلیل زاد سفرونو کومه نتیجه نده ورکړی ځکه چی دغه ډله له افغانستانه د امریکایی عسکرو وتل د سولې د خبرو اترو شرط بولی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.