Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63166
تاریخ انتشار : سه شنبه 13 لیندۍ 1397 ساعت : 18:29:14

له پاکستانه د امریکا د ولسمشر غوښتنه (بشپړریډیوئی شننه)

دپاکستان خارجه وزیر وئیلی وو،که امریکاغواړی چې پاکستان د افغانستان دامنیت په تامینولو کې مرسته وکړی،نو سپینه ماڼۍ باید پر اسلام اباد د هندوستان د دباؤنو خنډ شی.

 دپاکستان لومړی وزیر وئیلی دی، دامریکا ولسمشر په یوه لیک کې ورځینی غوښتی دی، په افغانستان کې دې له طالبانو سره دسولې دخبرواترو په باب دکابل له حکومت سره مرسته وکړی.

 دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په اسلام اباد کې دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی، دامریکا ولسمشر ډونالډترمپ په دغه لیک کې داسلام اباد له حکومته غوښتی دی، دافغانستان دحکومت او طالبانوډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو په باب رول ولوبوی.

 هغه په دې په ټینګار سره چې دټرمپ د پاکستان ضد وروستیو خبرو امریکا داسلام اباد غوښتنو منلو ته مجبور کړی دی،وئیلی دی،اسلام اباد له واشنګټن سره د متقابل احترام په اساس،دبرابرو اودوستانه اړیکو جوړول غواړی.

 عمران خان ته دټرمپ لیک په داسې حال کې دی چې په ځلونو دامریکا چارواکو منلې ده،دافغانستان په جنګ کې سټراټژۍ ماته خوړلې ده او په دغه هیواد کې د جنګ د ختمیدا او دامنیت دتامینیدا یوازینۍ لاره له طالبانوډلې سره خبرې اترې دی.

 دامریکا ولسمشر له پاکستانه له طالبانو ډلې سره دافغانستان دحکومت د سولې د خبرواترو له احیاء سره درستې غوښتنه په داسې حال کې کړې ده، چې په تیرو دوو کلونو کې سپینې ماڼۍ له ترهه ګرۍ په ملاتړ دپاکستان په تورنولو ا و له دغه هیواد سره دمالی اوپوځی مرستو د غوڅولو په ګواښلو سره په دوواړخیزو اړیکو کې تاؤتریخوالی تر پام وړ پورې زیات کړی دی، او دا داسلام اباد په ضد دیرغلیزو دریځونو په وړاندې د واشنګټن دشاتګ ښودنه کوی.

 البته د امریکا په داخل کې تل په سیمې په تیره بیا په افغانستان کې له افراط پالنې او ترهه ګرۍ په ملاتړ دپاکستان د تورنولو له لارې له دغه هیواد سره د تآؤتریخوالو د ژورتیا په باب او همداراز دنیابتی جنګونو د راپوته کولو په باب تل دسپینې ماڼۍ په سیاستونو دنظرونو اختلافات شته دی.

دامریکا په بهرنی سیاست کې له هندوستان سره دملګرتیا پیاوړتیا او له پاکستانه دلیرې کیدا دمخالفانو له نظره، په سیمې کې د سپینې ماڼۍ په پروګرامونو کې داسلام اباد کارړنګونې د دغه سیاست دغوره کیدا هغه خورا مهمې نتیجې دی، چې په سیمې او افغانستان کې دامریکا سترې ګټې له خطرې سره مخامخ کوی.

 البته د روسیې او چین پشمول د امریکا له سیالانو سره دسټراټژیکو ملګرتیاؤ پراختیا ته د پاکستان کاږل به پر اسلام اباد د دباؤ په زیاتولو کې دسپینې ماڼۍ دسیاست نتیجې وې، چې په تیرو میاشتو کې ئې جدی نښې نښانې رابرسیره شوی دی.

 دسیاسی چارو یو کارپوه احمد سعیدی وائی، دپاکستان موخه دا ده چې امریکا ته وروښئ، که تاسو له مونږسره سازباز نه کوئ، او دمونږ ضرورتونه نه پوره کوئ، نو مونږ هم مجبوره یوو خپلو حریفانو،یعنی روسیې اوچین ته د دوستۍ لاس وراوږد کړو.

 دغه ګمان مطرح دی، چې په بهرنی سیاست کې د ټرمپ له یرغلیز سیاست سره سره،البته دامریکا ولسمشر د افغانستان په دوسیې کې په موجوده تنګڅې کې د راتلو په دلیل له پاکستانه،په افغانستان کې دسولې له بهیر سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

 څه موده مخکې دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی، په افغانستان کې د سولې او جنګ په موضوع کې دملګرتیا په وړاندې له امریکا د خپل هیواد تمې اوغوښتنې مطرح کړې وې، چې په دغو شرائطو کې ممکنه ده له طالبانو سره د کابل د سولې له خبرواترو سره داسلام اباد د مرستې لپاره د ټرمپ غوښتنه د شاه محمود څرګندونو ته یو ځواب وی.

 دپاکستان خارجه وزیر وئیلی وو،که امریکاغواړی چې پاکستان د افغانستان دامنیت په تامینولو کې مرسته وکړی،نو سپینه ماڼۍ باید پر اسلام اباد د هندوستان د دباؤنو خنډ شی.

 په افغانستان کې دامنیت اوثبات دتامینولو په بهیر کې داسلام اباد دملګرتیا په وړاندې له امریکا د دغه هیواد د تمو په باب ددغه هیواد دخارجه وزیر څرګندونې ښئ چې دپاکستان نوی حکومت، په تیرو چوکاټونو کې له سپینې ماڼۍ سره دملګرتیا دوام ته تیار نه دی. داسې ښکاری، په افغانستان کې د سولې له بهیر سره دمرستې لپاره له پاکستانه د ډونالډټرمپ غوښتنه، په سیمې کې له واشنګټن سره دملګرتیا په بدل کې داسلام اباد وروستیو تمو ته دسپینې ماڼۍ دمثبت ځواب نښه ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.