Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63170
تاریخ انتشار : سه شنبه 13 لیندۍ 1397 ساعت : 19:30:11

اولمپیک کمېټه، فدراسیونونو کې د ښځینه لوبغاړو جنسي ځور مني

وروسته له هغه چې د افغان ښځينه فوټبال لوبډلې په منځ کې د جنسي ځورونې په اړه د ګارډین راپور خپور شو، په اړه يې بېلابېل غبرګونونه را وپارېدل.

تېر ماښام محمد اشرف غني په ارګ کې ټینګار وکړ، چې د نړۍ هیڅ ځواک به زموږ «ماشومانو» ته د بد اخلاقۍ په سترګه ونه شي کتلی.

هغه دعوه وکړه چې د افغانستان ولسمشر پر «ملي او اسلامي اخلاقو ولاړ» دی.

تازه د بدنې روزڼې د اولمپيک کمېټې مشر حفیظ الله ولي رحيمي ويلي، چې یوازې فوټبال کې نه؛ بلکې نورو فدارسیونونو کې هم د ښځينه‌و جنسي ځورونه شته.

بې بې سې د هغه له قوله لیکلي، چې له دې موضوع انکار نه شي کېدلی: «د فدراسیونونو د مشرتابه، روزونکو او خپله د لوبغاړو له خوا ځورونه او په دې اړه شکایتونه طبیعتا چې شته، که هغه په کور دننه او یاهم د سفرونو پر مهال وي، په دې اړه شکایتونه و، له دې موضوع انکار نه شي کیدلی.»

سرچینه د فوټبال د یوې غړې له خولې لیکي چې نورو هېوادونو ته د سفر لپاره معیار ښایست وي، نه دا چې وړتیا په پام کې ونیول شي.

زهرا نارین چې بایسکل ځغلونې کې بوخته ده، هم یادې سرچینې ته ویلي، چې ان دې میدان ته د راتګ پر وخت د نوم‌لیکنې پر مهال ورته ویل شوي و، چې دا باید «د کابل د نجونو په څېر ښکلی بدن ولري.»

که څه هم فوټبال ښځینه لوبډله کې د جنسي زور زیاتي په اړه ان نړۍوال فدراسینو هم غبرګون وښود او ټول اړخونه يې د څېړنې ټینګار کوي، خو د فوټبال فدراسیون بیا پر خپلو لوبغاړو لګېدلي تورونه بې اساسه بولي.

خواله رسنیو کې دې موضوع توند غبرګونونه را پارولي او د ښځینه‌ لوبغاړو لباس، بهرنیو هېوادونو ته له پردیو نارینه‌و سره سفرونه او ګڼ نور دلایل يې د اسلامي او ټولنیز عرف خلاف بللي دي، چې همداسې جنسي ځورونې د دې اخلاقي او ملي پولو ماتولو علت بلل کېږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.