Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63183
تاریخ انتشار : شنبه 17 لیندۍ 1397 ساعت : 22:11:12

د افغانستان د ولسي جرګې مشر: له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره سيمه ايزه ملګرتيا ضروري ده

د افغانستان د ولسي جرګې مشر له ترهه ګرۍسره د مبارزې لپاره د سيمې د هېوادونو په ملګرتيا او غږملتيا تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې عبدالرئوف ابراهيمي نن په تهران کښې د شپږو هېوادونو د پارلېماني مشرانو په دويم کانفرنس کښې ترهه ګري د سيمه ايزو  تعلقاتو لپاره يو بنيادي مشکل وبلۀ او وې ويل،پکار دي په دې باره کښې د مناسبو لارو چارو اټکل وشي چې د ترهه ګرو د ودې او فعاليت عوامل او اسباب وپېژندل شي او په پارلېمانونو کښې د يو لړ قوانينو په تصويبولو سره له هغو سره د مقابلې زمينه برابره کړې شي.

ابراهيمي د دې په بيانولو سره چې افغانستان يوازېنے هغه هېواد دے چې په وروستيو دوو لسيزو کښې د کورنيو او بهرنيو ترهه ګرو د جنګ مېدان ؤ او دے او په دې باره کښې زياتره زيانونه زغملي دي زياته کړه، له بده مرغه د بهرنيو ځواکونو د شتون باوجود په افغانستان کښې ترهه ګر لا زيات فعال شوي دي.

هغه واضحه کړه، د اېشيا لويديځه سيمه له سياسي او اقتصادي نظره جيوپلېټک موقعيت لري، نو ځکه د هېوادونه په هر اړخيزې ملګرتيا سره ترقۍ او پرمختګ ته رسېدې شي.

ابراهيمي همدارنګ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په موضوع سره د شپږو هېوادونو د پارلېماني مشرانو د کانفرنس په جوړولو کښې د ايران د کوششونو او اقدام قدرونه وکړه او وې ويل، په حتمي توګه د دغه کانفرنس په شان غونډې جوړول د هېوادونو د تعلقاتو د ودې او د سياسي، اقتصادي او کلتوري ملګرتياو د پياوړتيا سبب کېدې شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.