Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63196
تاریخ انتشار : دوشنبه 26 لیندۍ 1397 ساعت : 03:17:00

د میدان وردګو ولایت د میدانښار نوې ښځینه ښارواله وایي چې زور واکي یې د معرفي کیدلو مخه نیسي

ظریفه غفاري پنځه میاشتې وړاندې د میدان وردګو ولایت دښاروالې په توګه د ازادې سیالۍ له لارې بریالۍ شوه، هغه وایي لا تر اوسه یې په کارپیل نه دی کړی، ځکه د ښځو پر وړاندې توپیري چلند او د زور واکو مداخلې، یې د معرفي کیدو مخه نیولې ده.

ټاکل شوې وه چې دغه ښځینه ښارواله د لیندۍ په ۲۴مه په رسمي توګه د میدا وردګو ولایت د ښاروالې په توګه معرفي شي خو وسله والو کسانو نوموړي د ښاروالۍ انګړ ته له ننوتلو څخه منع کړه.

میرمن ظریفه غفاري د ازادې سیالۍ له لارې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس د فرمان پر بنسټ، د میدان وردګو ولایت د ښاروالې په توګه وټاکل شوه، خو د څو میاشتو په تیریدو سره د یاد ولایت د والي او نورو سیمه ییزو چارواکو د نه پاملرنې له امله یې لا په کار پیل نه دی کړی.

میرمن غفاري رسنیو ته ویلي، دا لومړی ځل دی چې یوه ښځینهښارواله له ګوندي او سیاسي اړیکو پرته د میدان وردګو ولایت ښارواله ټاکل کیږي، هغهزیاتوي، دا دریم ځل دی چې د معرفي کیدو په پار یې له کابل څخه رسمي مکتوبونه وړي دي خو هلته یې د زورواکو له لوري د معرفي مخه نیوله کیږي.

 نوموړي زیاتويټولو دولتي بنسټونو ته هم په دې موخه ورغلې چې مرسته ورسره وکړي خو لا یې د کارپیلونې په مخ کې پراته خنډونه له مخه نه دي لرې شوي.

د هیواد د ښاروالانو په ټاکنه کې ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی نقش لري ان تر دې چې له ډېرو ښاروالانو څخه یې پخپله مصاحبې هم اخیستې دي.

دا په داسې حال کې ده چې عذرا جعفري په ۱۳۸۷ کال کې د سیمه ییزو ارګانونو له لوري د دایکندي ولایت د نیلي ښار د ښاروالې په توګه معرفي شوې وه.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې باید ښاروالان د خلکو د مستقیمو رایو پر بنسټ وټاکل شي خو لا تر اوسه د ښاروالیو ټاکنې په افغانستان کې نه دي په لاره اچول شوې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.