Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63206
تاریخ انتشار : سه شنبه 27 لیندۍ 1397 ساعت : 10:37:50

د یمن په الحدیده ولایت کښې اوربند اجرا شو

د یمن د ډلوترمینځ په سویډن کښې د موافقې وړ اوربند نن سهار وختی په الحدیده بندری ښار کښې پیل شو.

د یمن په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړی استازی مارټین ګریفیتس نن سهار ددغه خبر په اعلانولو سره وویل د اوربند داجرا په اړه د غږملتیا کمیټۍ خپل کار پیل کړی دی .

دا په داسې حال کښې دی چې د سعودی عربسصتان د تیریګر ائتلاف جنګی الوتکو پرون د اوربند داجرا په لړ کښې له الحدیده ولایت کښې په الضحی سیمې درې(۳) ځله بمبارۍ وکړې .

په عین حال کښې د یمن د لوړې انقلابی کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی په الحدیده ولایت کښې د اوربند د ټینګیدا هرکلی وکړ .

الحدیده بندر یمن ته دبشری دوستانه مرستو د استولو ترټولواصلی لاره ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.