Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63210
تاریخ انتشار : چهار شنبه 28 لیندۍ 1397 ساعت : 18:52:27

طالبان: له امریکایانو سره مو یوازې د افغانستان د نیواک د ختمولو په هکله خبرې کړې دي

وسله وال طالبان وايي چې د سولې په تړاو د ابوظبۍ په ناستو کښې د موقت حکومت، ټاکنو او اوربند په اړه خبرې نه دي شوي.

په تېرو دوو ورځو کښې د متحده عرب اماراتو په مرکز ابوظبۍ ښار کښې د افغانستان د سولې په تړاو د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرواترو دوه پړاؤنه ترسره شول.

د رویټرز په شمول ځینو بهرنيو رسنيو راپورونه خپاره کړل چې په دغو ناستو کښې د امريکا او طالبانو ترمنځ د موقت حکومت، ټاکنو او اوربند په اړه هم خبرې شوې دي.

خو طالبانو بیګا تهران راډیو ته د يوې خبرپاڼې په رالیږلو سره وويل چې په دغو ناستو کښې د موقت حکومت، ټاکنو او اوربند په اړه هیڅ خبرې نه دي شوي.

په دې خبرپاڼه کښې راغلي دي :په ابوظبۍ کښې له امریکایي لوري سره د امریکایي مداخلې د پای ته رسېدو په تړاو خبرې روانې دي، هلته نه د موقت حکومت په هکله خبرې شوي او نه د اوربند او انتخاباتو او نه هم د نورو داخلي موضوعاتو په اړه.

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد وايي چې د ابوظبۍ غونډه لا روانه ده او تفصیلي جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.

بل لورته پرون افغان حکومت اعلان کړى و چې د دوى مرکچي پلاوى په ابوظبۍ کښې له طالبانو سره د مخامخ ليدنې او خبرو اترو لپاره چمتوالى نيسي.

خو تر دې وړاندې طالبانو په کراتو ويلي چې دوى په دغه برخه کښې يواځې له امريکايي مسئوولينو سره خبرې کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.