Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63217
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 مرغومی 1397 ساعت : 15:13:47

د امریکا دفاع وزیر له خپلې دندې استعفا کړې

د ټرمپ له لوري له سوریې څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو له پریکړې وروسته د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس له خپلې دندې استعفا کړې.

تر اوسه د هغه د استعفا لامل ندی معلوم خو متیس په خپل استعفا لیک کې ټرمپ ته لیکلي، چې تاته د خپلې خوښې وړ وزیر دفاع ټاکل مناسب دي ماته غوره دی چې له دغې دندې ګوښه شم.

ټرمپ د متیس استعفا منلې او زیاته کړې یې ده چې هغه خپله ذمه واري په ښه توګه ترسره کړه او زما یې ګیره مرسته وکړه، خو هغه به په راتلونکې فروري میاشت کې په عزتمندانه توګه تقاعد کیږي.

جیمز متیس له سوریې څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو مخالف وو او هغه ویلې چې اوسنیو حالاتو کې دا یوه سراتیژیکه غلطي ثابتیدلای شي.

بلخوا بیا ترمپ له خپلې فیصلې څخه د دفاع په اړه یو ټویټ کې ویلي چې د هغه د پریکړې خلاف حیرانتیا ورته د منلو وړ نده.

ټرمپ داسې مهال له سوریې څخه د خپلو عسکرو د وتلو پریکړه کوي چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو اوازو هم ډیر زور اخیستی دی.

د یادونې وړ دی چې د امریکا مشهور تلویزون سي این این د امریکایي چارواکو له خولې لیکلي چې ټرمپ غواړي پدې لنډ وخت کې خپل نیمایی عسکر له افغانستان څخه وباسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.