Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63220
تاریخ انتشار : دوشنبه 3 مرغومی 1397 ساعت : 12:08:07

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید سعید حسیني احضار کړی دی

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي دي چې، پرون شنبه د مرغومي پر ۱ نیټه یې په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید سعید حسیني، په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې ویډیو په تړاو ور غوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه زیاتوي چې په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال څخه یې، د هغې ویډیو په اړه پوښتنې کړې، چې یو ایرانی چې عسکري دریشي ېې پر تن ده  افغان کارګران په څپیړه وهي سپکې او سپورې ورته وایي او ترټي یې.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې  له افغان کارګرانو سره دغه ډول چلن غیر انساني او د انسانانو د بشري حقونو پر ضد بلل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید سعید حسیني دا پېښه غندلې او ژمنه یې کړې چې په اړه به يې څېړنې وشي.

دا په داسي حال کې دی چې تر دوو ملیونو پوري افغانان په ایران کې کډوال دي چې د مهاجرت اسناد هم نه لري. تر دې مخکې هم په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي ځواکونو له لوري د ناسم چلن په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.