Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63221
تاریخ انتشار : دوشنبه 3 مرغومی 1397 ساعت : 12:09:36

اسد الله خالد اوامرالله صالح د افغانستان پخواني د ملي امنیت رئیسان، د ولسمشر د حکم پر بنسټ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل شوي

د ملي دفاع وزارت د سرپرست وزیر د معرفي کیدو په اړه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم کې راغلي دي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې او ۱۳ فقرې له مخې، د افغانستان د دفاع وزیر په توګه د اسدالله خالد معرفي منظور ده.

د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر د معرفي کیدو په اړه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم کې راغلي دي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې او ۱۳ فقرې له مخې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه د امرالله صالح معرفي منظور ده.

د یا دونې وړ دی چې افغان ولسمشر د دې فرمانونو له مخې د افغانستان د ملي امنیت دوه پخواني رئیسان، اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزارتونو د سرپرست وزیرانو په توګه،  ټاکلي دي. په حکم کې دواړو سرپرست وزیرانو ته په چارو کې د بریا استدعا شوې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.