Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63235
تاریخ انتشار : سه شنبه 4 مرغومی 1397 ساعت : 15:43:59

له سوریې د امریکا د وتلو په اړه د روسیې شک

امریکا له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې له خپلو عربو او لویدیځو متحدانو سره یوځاې په سوریې کښې له ترهګرو ډلو په پراخ ملاتړ کولو سره د دغه هیواد دقانونی حکومت د نسکورولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې .

دغه هڅې د ۲۰۱۴ میلادی کال له نیمایی څخه د داعش پرضد د تش په نامه د ائتلاف په رامینځته کولو سره تعقیب شوې چې په سوریې کښې دامریکا له متحدانو سره د مرستې لپاره  ددغه هیواد (سوریې) په ځینو سیمو کښې د واشنګټن د عسکرو د نیغ په نیغه شتون سبب شوې .

سره له دې په سوریې کښې د نظر وړ هدفونو په پوره کیدا کښې د امریکا د ناکامۍ او د  پوځیانو د ساتلو او د اداره کولو د زیاتو لګښتونو او تر  ټولو مهمه دامریکا د سیمه ییزو ژمنو د کمولو  او د واشنګټن متحدو هیوادونو ته د دغو ژمنو د سپارلو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړچار په شان ځینې مسائیل سبب شول  چې ډونالډ  ټرمپ له سوریې د امریکا د عسکرو د ایستلو حکم ورکړی څرنګه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرې دوشنبې شپې په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې ادعا وکړه سعودی عربستان منلی ده چې د امریکا پرځاې د سوریې د بیا رغونې لګښتونه ورکړی .

سره له دې له سوریې د امریکا دعسکرو د ایستلو لپاره د ولسمشر ډونالډ ډونالډ ټرمپ اقدام د امریکا د چارواکو، سیاستوالانو او د ستراتیژۍ جوړونکو له منفی غبرګون سره مخ شو .

په تیره بیا دفاع وزیرجمیز ماټیس په یوه(۱) لیک کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوریې دعسکرو د ایستلو د فیصلې په رټلو سره خپله استعفا اعلان کړه .

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دخپلو دندو د لوبولو په لړ  کښې مجبوره شو تر یکشنبې ورځې پورې په رسمی ډول له سوریې څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو حکم صادر کړی .

دامریکا د سیاستوالانو له نظره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه اقدام په سیمه کښې د واشنګټن ستراتیژیکو ګټو ته تاوان رسوی او دغه چاره به دامریکا د متحدانو د بې اعتمادۍ او ناهیلۍ سبب شی .

له دغو بدلونونو سره سره روسیه د سوریې  دډګر د یوه(۱) اصلی لوبغاړی په توګه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د عسکرو دایستلو اقدام ته دشک په سترګه ګوری .

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «سرګی ریابکوف» په تیرې دوشنبې ورځ له سوریې څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو کښې د امریکا د جدیت په اړه شک څرګند کړ .

سرګی ریابکوف وویل دامریکا حکومت په سوریې عربی هیواد کښې پوځی شتون د خپلو ګټو لپاره ضروری ګڼی .

روسیه باوری ده په امریکا کښې په زرګونو دلایل ، پلمې او نورې چارې رامینځته کوی چې له سوریې څخه د  امریکا دعسکرو د ایستلو په فیصلې کښې بیا کتنه وشی .

تیرو تجربو ته په پام سره په سختۍ سره  له سوریې څخه د وتلو لپاره دامریکا اراده تصدیق کولای شو .

د روسیې له نظره دامریکا سیمه ییزو هدفونو او ګټو ته په پام سره لیرې ښکاری چې امریکا چمتو شی په پټو سترګو سره ناڅاپه له   سوریې ووځی .

په تیرو څو میاشتو کښې د امریکا یوشمیر لوړرتبه چارواکو ویلی وو چې په سوریې کښې دامریکا پوځی ماموریت هماغه راز دوام لری .

دامریکا چارواکو ویلی وو له داعش سره دجنګ د ختمیدا په نتیجه کښې دغه ماموریت بدلیږی او په سوریې کښې د ایران له زیاتیدونکی نفوذ سره مقابله دوام لری .

ددغه کړچار ملاتړی دسوریې په چارو کښې د امریکا د ځانګړی استازی جیمز جیفری (James Franklin Jeffrey) او د امریکا د ملی امنیت دسلاکار جان بولټن(John Robert Bolton) په شان عناصر وو .

دامریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د روان میلادی کال (۲۰۱۸) د اګست دمیاشتې په اخر کښې په صراحت سره وویل زمونږ هدف دا دی چې په سوریې کښې د ایران ټول موجود  پوځیان ایران ته ورستانه کړې شی .

دسوریې په چارو کښې د  امریکا ځانګړی استازی جیمز جیفری هم ویلی وو واشنګټن به له سوریې څخه دایران او د تهران تر ملاتړ لاندې د ملیشا ځواکونو تر وتلو پورې په سوریې کښې خپل شتون ته دوام ورکړی .

د امریکا دغه دریځونه دولسمشر ډونالډ  ټرمپ له اعلان شوی  دریځ سره ښکاره ټکر لری .

که څه هم  په سوریې کښې د پوځی شتون لپاره د امریکا لومړنۍ پلمه له داعش سره مبارزه وه خو وروسته یې په سوریې کښې د ایران او د تهران د متحدانو له شتون سره د مقابلې موضوع هم د واشنګټن په  ایجنډې کښې شامل کړه  .

همدغه مسلې له سوریې د وتلو په اړه د امریکا د صداقت په اړه د روسیې شک راپارولی دی .

سره له دې ایران باوری دی چې امریکا له داعش سره دمبارزې په اړه دروغ وایی .

دایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلی دی امریکا هیڅکله له داعش سره جنګ نه دی  کړی او په سوریې کښې دامریکا شتون د دغه هیواد د ملت یا د حکومت د مخالفانو په ګټه نه دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.