Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63236
تاریخ انتشار : سه شنبه 4 مرغومی 1397 ساعت : 15:47:28

د پاکستان د فساد پر ضد یوې محکمې نواز شریف په ۷ کاله زندان محکوم کړی

د پاکستان په پخواني لومړي وزیر نواز شریف دغه حکم د هغه تور له امله صادر شوی دی چې ګواکي هغه د خپلو عوایدو سرچیني پټې کړې دي.

نن په اسلام اباد کې د فساد پرضد یوې محکمې پر نواز شریف له لګیدلو دوو تورونو څخه یو تور ناسم بللی خو د دوهم تور له امله یې پر ۷ کاله زندان محکوم کړی دی.

نواز شریف پر ځان لګیدلي تورونه نه مني، د محکمې پریکړه یې رد کړې او ویلي یې دي چې دغه محاکمه د سیاسي موخو لپاره ترسره کیږي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې محکمې ځکه نواز شریف په بند محکوم کړی چې، په سعودي عربستان کې د فولادو جوړونې د فابریکې په تړاو یې، د فساد پر ضد محکمې پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه نه دي ویلي.

نواز شریف تېر کال د پاکستان  دوهم ځلي لومړی وزیر وو چې د محکمي د حکم له مخې له دندې ګوښه کړای شو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.