Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63237
تاریخ انتشار : سه شنبه 4 مرغومی 1397 ساعت : 15:49:51

چین او پاکستان د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي چین ته تللی دی او هلته یې له خپل چینایي سیال سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې په سیمه کې د روانو حالاتو تر څنګ د افغانستان د سولې پر مسئله هم خبرې شوې دي.

چین ویلي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې پر پاکستان غږ کړی چې خپله همکاري و نه سپموي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې افغانستان ته سفر کړی و او دلته یې له ولسمشر غني سره ژمنه کړې وه، چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي. د پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدنې په اړه تر دې ډېر جزیات نه دی ورکړل شوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.