Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63240
تاریخ انتشار : سه شنبه 4 مرغومی 1397 ساعت : 16:28:49

عبدالرزاق وحیدي وبښل شو

د وزیرانو ځانګړې محکمې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومې ۴) د خپلې درېیمې علني ناستې په پای کې  د دلایلو د نشتوالي له مخې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی رییس عبدالرزاق وحیدي له پړتیا وویست او وبښل شو.  

د محکمې له حکم وروسته ښاغلي عبدالرزاق وحیدي خبریالانو ته وویل: دا یوه ښه شېبه وه، چې خلک د چوپړ د مینه والو کړنې ان تر ولسمشره وڅېړي او قضاوت پرې وکړي.

عبدالرزاق وحدي له کریدت کارتونو څخه د ۱۰ سلنې مالیې او په مخابراتي شرکتونو کې د ۳۷ لنډمهالو ټاکنو پر نه رڼښت تورن شوی و، چې دا دی د درېیم ځل محاکمې په وروستۍ ناسته کې له پړتیا ووت او وبښل شو.  


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.