Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63242
تاریخ انتشار : چهار شنبه 5 مرغومی 1397 ساعت : 11:06:22

هندوستان په رسمي ډول د چابهار بندر د اداره کولو چارې پر غاړه اخیستې

د افغانستان، ایران او هندوستان چارواکو د چابهار بندر د اداره کولو چاري د پورتس ګلوبل هند په نوم یوه هندي دولتي شرکت ته ور وسپارلې.

د هندوستان ټایمز خبري اژانس د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو او د ایران د بنادرو او سیندونو سازمان د هوکړې په پایله کې، د چابهار بندر د اداره کولو چاري هندوستان ته ور په غاړه  شوې دي.

په ورته وخت کې د ایرنا په نوم یوه خبري رسنۍ د یوه ایراني لوړ پوړي چارواکي له خولي لیکي چې د چابهار بندر د اداره کولو چاري لس کاله د پورتس ګلوبل لمیټد په نوم یوې هندي کمپنۍ ته په کرایه ور کړل شوې دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د هندوستان، ایران او فغانستان هیوادونو په ګډه موافقه په چابهار بند کې د مالونو او تجهیزاتو د بارولو، تشولو او دغه راز د بازار موندنې چاري، پورتس ګلوبل هندي کمپڼۍ ته ورسپارل شوې دي.

دا په داسي حال کې دی چې افغانستان مخکې خپل د اړتیا وړ وارداتي توکي د پاکستان د سرحدونو له لاري هیواد ته را دننه کول چې له دې اړخه په وروستیو کلونو کې د پاکستان تر سخت فشار لاندې وو. په ورته وخت کې امریکا هم په تېره میاشت کې د افغاستان د اقتصادي ملاتړ لپاره، د چابهار بندر د خپلو بندیزونو له لیست څخه ایستلی وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.