Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63243
تاریخ انتشار : چهار شنبه 5 مرغومی 1397 ساعت : 11:07:49

وحشی صهونیسټی رژیم بیاپه سورئې بیاتوغندوی حمله کړې

په دمشق کې خبری سرچینو وئیلی دی، صهونیسټی وحشی رژیم دسورئې په دمشق کې له مخکې په ټاکل شوو ټارګټونو دغه شل توغندی ویشتی،خو د سورئې پوځی سرچینو وئیلی دی، د دغه هیواد دپوځ د توغندی ضددفاعی سسټم په کارولو سره له د غو توغندیو زیاتره توغندی په هوا کې شنډ کړی.

زمونږخبریال راپورراکړ دصهونیسټ رژيم وحشي پوځیانو بیګا نیمه شپه د لبنان د سواحلو په شاوخوا کې د دیره له جنګي بیړۍ د سورئې په پلازمینط څه دپاشه شل کروز توغندي ویشتي، چې وئيل کیږي، له امله ئې دسورئې څلور عسکر شهیدان شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي،په دمشق کې خبری سرچینو وئيلي دي، صهونیسټي وحشي رژيم دسورئې په دمشق کې له مخکې په ټاکل شوو ټارګټونو دغه شل توغندي ویشتي،خو د سورئې پوځي سرچینو وئيلي دي، د دغه هیواد دپوځ د توغندي ضددفاعي سسټم په کارولو سره له د غو توغندیو زیاتره توغندي په هوا کې شنډ کړي خو یوشمیر په دمشق کې په یوه پوځي ګودام لګیدلي چې له امله ئې څلور پوځيان شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي او دغه راز دغه پوځي انبار ته هم یولړ تاوانونه اوښتي دي. داپه داسې حال کې دي چې د صهونیسټ ځينو سرچینو وئيلی دي، دسورئې له خاورې په نیواکي ټاټوبو توغندوي حمله شوې وه ځکه ئې په ځواب کې دغه توغندي ورولي دي.

په همداوروستیو کې د سورئې د پوځ له خوا یوه اعلامیه خپره شوې چې پکې وئيل شوي دي، په دمشق کې حالات عادی شوي او د دمشق په فضا کې هیڅ ډول دچاودنو غږونه نه آوریدل کیږي او د سورئې دتوغندوی ضددفاعی سسټم هماغه راز د دښمن دحملو دشنډولو لپاره تیار دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.