Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63244
تاریخ انتشار : چهار شنبه 5 مرغومی 1397 ساعت : 11:10:49

د ورځې خوب ولې دومره ګټه لری؟

په اسټرالیا کښې په یوه ترسره شوی تحقیق کښې د ورځې له پینځلس تر دیرشودقیقو پورې خوب دانسان د صحت او روغتیا لپاره ډیره ګټه لری.

ایا تاسو د ورځې خوب (قیلوله ) کوئ؟ که چیرې تاسو د ورځې خوب نه کوئ نو دغه کار خپل عادت جوړ کړئ ځکه چې د ورځې لږ شان ویده کیدل د صحت لپاره ډیره ګټه لری.

په اسټرالیا کښې په یوه ترسره شوی تحقیق کښې د ورځې له پینځلس تر دیرشودقیقو پورې خوب دانسان د صحت او روغتیا لپاره ډیره ګټه لری.

د اسټرالیا دایډیلیډ پوهنتون پروفیسرې میرمن فیونا کیر وویل دورځې لږ شان ویده کیدل داعصابو په فعالیت مثبت اغیز شیندی.

هغې وویل د ورځې لږ شان خوب کول نه یوازې دانسان حافظه پیاوړی کوی بلکې د ستړیا په ختمولو سره دانسان د ذهن او اعصاب د وینځلو کار هم کوی چې له کبله یې د انسان ذهنی صلاحیتونه زیاتیږی.

داسټرالیا دغه پروفیسرې زیاته کړه د ورځې ویده کیدل نه یوازې د انسان د صحت لپاره ګټه لری بلکې انسان له نورو ناروغیو لکه د وینې فشار او د زړه د دریدا په شان له مریضیو هم ساتی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.