Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63249
تاریخ انتشار : پنج شنبه 6 مرغومی 1397 ساعت : 09:45:59

ایران وايي له افغان طالبانو سره یې خبرې کړې دي

یو لوړپوړي ایراني چارواکي د چارشنبې په ورځ تایید کړه چې له افغان طالبانو سره یې کتلي دي.

د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي شمخاني دا خبره کابل ته د سفر پر مهال کړې.

ایراني رسنیو د شامخاني له خولې ویلي” افغان حکومت یې له طالبانو سره له ارتباطاتو او خبرو خبر کړی او دا پروسه به دوام وکړي.“

په دې اړه چې دا خبرې چیرې شوي، جزییات نه دي ورکړل شوي. طالبانو خپله هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د ملي امنیت د سلاکار علي شمخاني له خولې ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو او په دې هیواد کې د ثبات غوښتونکی دی.

له ایراني استخباراتي چارواکو سره د طالبانو د لیدنو په اړه په داسې حال کې راپورونه خپریږي چې طالب استازو تیره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې له امریکايي هییت سره دوه ورځني مزاکرات وکړل او دغلته یې د پاکستان، اماراتو او سعودي له استازو سره هم وکتل، خو د افغان هییت سره یې مخامخ خبرې کول رد کړل.

د ایران د ملي امنیت سلاکار پرون په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه ریس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره لیدلي دي.

ارګ وايي ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت سلاکار سره په لیدنه کې وویل

” موږ د تلپاتې او باعزته سولې په برخه کې د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ګټور وي.“

بل خوا په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره کتلي دي. د ملي امنیت د شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي”ناسته کې دواړو خواوو پر بېلا بېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د سولې بهیر، د سیمې امنیت او ثبات، ترهګرۍ سره ګډې مبارزې او دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا بحث او نظریات شریک کړل.“


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.