Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63250
تاریخ انتشار : پنج شنبه 6 مرغومی 1397 ساعت : 10:00:39

هیڅوک دې دملګروملتو له امنیت شورا دانصاف او عدالت تمه ونه لری

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې،د نړۍ په اوسنی نظام کې دمسلمانانو لپاره د برخلیک دټاکنې حق په رسمیت نه دی پیژندل شوی او سره له دې چې اسلامی نړۍ څه دپاسه یو نیم میلیادډ نفوس لری، خو هیڅ یو هیواد دامنیت شورا دایمی غړی نه دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیګا دملګروملتو دامنیت شورا په جوړښت په نیوکو سره ووئیل دغه جوړښت ناعادلانه دی او هیڅوک باید له دغې شورا د مسلمانانو د حقوقو د رعایتولو او عدالت تمه ونه لری.

 دترکیې ولسمشر زیاته کړې،د نړۍ په اوسنی نظام کې دمسلمانانو لپاره د برخلیک دټاکنې حق په رسمیت نه دی پیژندل شوی او سره له دې چې اسلامی نړۍ څه دپاسه یو نیم میلیادډ نفوس لری، خو هیڅ یو هیواد دامنیت شورا دایمی غړی نه دی.

رجب طیب اردوغان ټینګار کړی، نړۍ د ملګروملتو دامنیت شورا له پنځو دایمی غړو لاستره ده، پر دې اساس باید د دغې شورا په جوړښت کې اساسی بدلون راوستل شی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.