Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63252
تاریخ انتشار : پنج شنبه 6 مرغومی 1397 ساعت : 13:34:30

د آيت الله شاهرودي د وفات په مناسبت

آيت الله سيد محمود هاشمي شاهرودي د روان مرغومي د مياشتې په ۱۰ نېټه د ګل په شپه له يوې مودې بيمارۍ وروسته له دې فاني دنيا رخصت شو. په دې مطلب کښې کوشش شوے دے چې د ارواښاد آيت الله شاهرودي د وفات په مناسبت هاشمي شاهرودي له لوړ ژورو نه د ډک ژوندليک ځينې برخې بيان کړو. نو ښه ده له مونږ سره مل او ملګري اوسئ.

د آيت الله هاشمي شاهرودي په وفات سره د ايران اسلامي جمهوريت له يو مبارز، انقلابي، علمي او سياسي شخصيت څخه محروم شو. آيت الله سيد محمود هاشمي شاهرودي څو اړخيز شخصيت لرۀ او له دغو څخه په هر اړخ کښې يوه ځانګړې څېره وه.د ايران د اسلامي جمهوريت د دغه نامتو شخصيت ترټولو وروستے مسئوليت د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشري وه.  

آيت الله سيد محمود هاشمي شاهرودي په ۱۹۴۸ ميلادي کال کښې په کربلا کښې په يوه مذهبي او له امام حسين عليه السلام سره د سېدانو  په منسوبې  کورنۍ کښې دنيا ته راغے. د آيت الله شاهرودي د نيکۀ پېشه کفاشي يا موچي توب ؤ. هغه د امام حسين (ع) د حرم په خوا کښې د ژوند تېرولو لپاره له ايرانه کربلا ته هجرت وکړ او د هغه زوے سيد علي يعني  د محمود شاهرودي پلار د خپل پلار په شان په همدغه کسب کښې په کار بوخت شو.يوه موده پس سيد علي له موچي توب سره سره حوزوي درس ته مخه کړه او د نجف اشرف علميه حوزې د هغې دورې وړومبنے تقرير ليکونکے شو. هغه د شيعه د ستر مرجع آيت الله خوئي فقه او اصول د دوو کتابونو يعنې «دراسات فی‌الاصول» او «محاضرات فی‌الفقه الجعفری» په قالب کښې وليکل. سيد علي حتی يوه ورځ هم د درس کلاسونه پرې نښودل او د آيت الله خوئي ټول نظرات يې د ژوند تر آخري وخته پورې وليکل. خو عمر يې لنډ ؤ او په څلوېښت کلنۍ کښې له دنيا لاړ او سيد محمود په اته کلنۍ کښې بې پلاره شو. سيد محمود هم د خپل پلار لارې ته په دوام ورکولو سره په اسلامي علومو کښې زدکړې جاري وساتلې او هغه زيات هوش او پوهې ته په پام سره چې يې لرله په شل کلنۍ کښې په نجف اشرف کښې د امام خمني (رح) او آيت الله خوئي (رح) په شان د سترو مراجعو په درسونو کښې حاضر شو. آيت الله هاشمي شاهرودي د تشيع د لوړ ديني عالم او متفکر آيت الله شهيد سيد محمد باقر صدر له نامتو شاګردانو څخه ؤ. آيت الله سيد محمد باقر صدر د خپل ځوان شاګرد سيد محمود شاهرودي په اړه ويلي وو: «دې له هغو مجتهدينو څخه دے چې اسلام او مسلمانان ورته سترګې په لاره دي. له خداوند متعال څخه دعا کوم چې دې چې د شريعت او اسلام لپاره يوه ذخيره ده په خپله پناه کښې محفوظ وساتي.»

د شهيد صدر ځوان شاګرد ورو ورو د هغۀ له مشهورو شاګردانو څخه وشمېر شو او د پلار او زوے په مقام کښې يې تعلق جوړ شو. آيت الله هاشمي شاهرودي په دې باره کښې خپل ځان ته له اشارې نه بغېر وائي: «په حقيقت کښې د هغۀ (يعنې آيت الله صدر) شاګردانو به احساس کوۀ چې هغه د هغوي له پلرونو نه هغوي ته زيات نزدې او د هغوي په ژوند کښې د هغوي لپاره زيات تاثير کونکے او زړۀ سواندے دے.» د صدام بعثي رژيم به شهيد سيد محمد باقر صدر د خپلې واکمنۍ يو سخت دښمن بلۀ او د هغه شاګردان به يې تر تعقيب لاندې راوستل. په همدې لړ کښې د صدام رژيم استخباراتي او امنيتي ادارو د نجف اشرف په علميه حوزې باندې په حملې سره د سيد محمود هاشمي شاهرودي په شمول د  سيد محمد باقر صدر ځينې شاګردان ونيول. په هغو څلوېښتو ورځو کښې چې سيد محمود شاهرودي په جېل کښې ؤ په زياته اندازه شکنجه شو چې اثرات يې هماغه شان په لاسونو پاتې وو. سيد محمود له بندي خانې نه له ازادېدو وروسته يو ځل بيا د خپل استاد محفل ته ستون شو او د هغه په خدمت کښې يې خپلې شاګردۍ ته دوام ورکړ. البته هغه په دغه موده کښې د شهيد صدر په نمائندګۍ په اسلامي بېنک نومې کانفرنس کښې د ګډون لپاره جدې ته لاړ چې د هغه لخوا مطرح شوي اقتصادي نظريات د سعودي د چارواکو او نورو اسلامي هېوادونو د نمائندګانو د پام وړ وګرځېدل. په دغو کلونو کښې د محمد رضا پهلوي د ظالم رژيم په خلاف د امام خميني (رح) تر مشرۍ لاندې د خلقو مبارزو چټکتيا پېدا کړې وه او امام خميني (رح) د نجف پرېښودو او بالاخر پېرس ته تلو ته مجبور شوے ؤ. شهيد سيد محمد باقر صدر په دغه وخت کښې په پېرس کښې امام خميني (رح) ته يو خط ليکي او د محمد رضا د مستبد رژيم په خلاف د امام خميني او د ايران د خلقو له مبارزو څخه ملاتړ کوي.د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته سيد محمود د آيت الله صدر د پلويانو او شاګردانو په ملګرتيا سره د آيت الله خوئي خضرا جومات مخې ته د امام خميني (رح) له غورځنګ څخه په ملاتړ کښې لاريون وکړ چې د بعثي رژيم امنيتي ځواکونه د دغه لاريون جوړونکے پېژني او د آيت الله صدر له کور سره په ګواښونکي تماس کښې وائي چې سيد محمود نيسو. له دغې پېښې او د هاشمي شاهرودي له ګواښلو وروسته هغه کويت ته لاړ او  وروسته بيا د ۱۹۷۹ کال په مارچ کښې ايران ته  راغے. سيد محمود هاشمي له سيد محمد باقر صدر سره د صدام د بعثي رژيم له کينې نه ښه خبر ؤ او پوهېدۀ چې هغوي به هغه په آرام پرېږندي خو له عراق څخه د خپل استاد د راوستلو لپاره د هغه کوششونه نتيجې ته ونه رسېدل.

آيت الله هاشمي شاهرودي که څه هم ونکړې شول خپل استاد سيد محمد باقر صدر ايران ته راولي، خو هم هغه شان د لرې والي په وجه بې قراره ؤ او له استاد سره د ارتباط لپاره يې له هيڅ امکانه ډډه نه کوله. د استاد او شاګرد ترمېنځ ټيلفوني رابطه تل برقراره وه او د شاهرودي کورنۍ د ايران او عراق له جنګ نه تر مخکې پورې څو ځل د دغو دواړو ليک رسونکې وه. آيت الله شاهرودي نه يوازې په ايران کښې د آيت الله صدر عامه وکالت لرۀ بلکه د ايران د اسلامي انقلاب د ارواښاد ستر رهبر حضرت امام خميني (رح) او د نجف اشرف د آيت ا... ګانو په تېره بيا د آيت الله صدر ترمېنځ  ارتباطي ذريعه په غاړه لرله. دغه ارتباط په دا ډول ؤ چې آيت الله شاهرودي ويل: «يوازېنے کس چې هغه يعنې ايت الله صدر ورته په ليکلي صورت کښې د اجتهاد اجازه ورکړه زۀ وم خو دا خبره مې په هيڅ ځاے کښې مطرح نه کړه.»

آيت الله هاشمي شاهرودي ايران ته له راتلو وروسته چې دېرش کلنے ؤ د امام خميني (رح) په شان د سترو استادانو په شاګردۍ سره ډېر زر د اجتهاد درجې ته ورسېد. هغه ايران ته د راتلو په وخت د درس خارج د استاد په درجه کښې راغے. د اسلامي انقلاب ارواښاد ستر رهبر امام خميني (رح) هغۀ ته ويلي وو: «د قم په علميه حوزه کښې تدريس ته په هرڅه باندې ترجيح ورکړه او د فقهي مسائلو په تېره بيا د جواهري په صحيح استنباط او دلائلو باندې د ولاړې حکومتي فقهې د احياء په اړه مسائلو په څېړنې لګيا شه.» هغه د قضائي قوې له مشرۍ مخکې په قم کښې يو شمېر شاګردان راغونډ کړي وو چې بيا وروسته هم هغه شان په تهران کښې دغه  محفل برقرار ؤ.

البته آيت الله شاهرودي د تدريس ترڅنګه له صدام رژيم سره مبارزاتي او  سياسي فعاليتونو ته هم دوام ورکړ. هغه ايران ته له داخلېدو وروسته له عراق څخه له راشړل شويو ځينو عراقي او ايراني مبارزانو سره يو ځاے «د عراق د اسلامي انقلاب د اعلی جرګې» ګوند بنياد کېښود. آيت الله شاهرودي د دغې جرګې په ابتدائي مرحله کښې د دريو مياشتو لپاره يې مشري په غاړه واخېسته او له هغې وروسته تر دېرشو مياشتو پورې د صدام رژيم د دغه اپوزيشن شيعه ډلې وياند شو. په اعلی جرګه کښې د هغه شتون د عراق د هغه وخت بعثي رژيم غبرګون او په عراق کښې د هغه له کورنۍ سره چلند ته مجبور کړ، په دا ډول چې هادي، مصطفی او محسن په نومونو د هغه درې وروڼه يې ونيول او بيا يوه موده وروسته د دغه رژيم په لاسو شهيدان کړې شول.

آيت الله شاهرودي د شپېتمې هجري لسيزې تر نيمائۍ پورې د صدام حسين د حکومت د مخالفانو ترمېنځ فعاليت کوۀ چې د خپل استاد ايت الله سيد محمد باقر صدر د شهادت په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

ورو ورو د آيت الله شاهرودي فعاليتونه د فقهي علومو په مباحثو متمرکز شول او د نولس سوه اتيايمې لسيزې تر وروستيو پورې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي لخوا د دائرت المعارف فقه اسلامي بر مذهب اهل بيت» نومې ادارې مشري په غاړه واخېسته. آيت ا... خامنه اي د ۱۹۹۱ کال د جنورۍ په ۲۲ نېټه د خپل حکم په يوه برخه کښې  آيت الله شاهرودي ته په خطاب کښې ليکي: «جنابعالي چې په علم او عمل کښې يوه ځلانده څېره يې او بحمدالله په فقه او علوم او ورسره په متعلقو برخو کښې لوړ مقام لرې، د دغه ستر اقدام د ترسره کولو لپاره دې غوره بولم او د دائرت المعارف د جوړولو لپاره د موسسې د شروع کولو او چلولو ذمه واري درته سپارم.»

په دوام کښې آيت الله شاهرودي د ۱۹۹۵ کال په جنورۍ کښې د آيت الله العظمي سيد علي خامنه اي لخوا په يو حکم کښې د «فقهای شورای نګهبان» د غړي په توګه غوره شو. آيت شاهرودي د ۱۹۹۹ کال د جولائۍ په ۲۳ نېټه د آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي لخوا په يو بل حکم کښې د قضائي قوې د مشر په توګه غوره شو. هغه تر ۲۰۰۹ کاله پورې د لسو کلونو په موده دغه مسئوليت په غاړه ولرۀ. آيت الله هاشمي شاهرودي همدارنګ د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د خپلو مسئوليتونو ترڅنګه د خبرګانو په جرګه کښې غړيتوب او د نظام د مصلحت د تشخيص د ټولنې مشري په غاړه ولرله.

د ايران اکثر سياسی ګوندونه‎، ډلې او شخصيتونه آيت الله هاشمي شاهرودي په سياسي دريځ نيونو کښې په اعتدال او عقلانيت او په اسلامي علومو کښې د اشراف له نظره يو ځانګړے شخصيت پېژندۀ.  د ايت الله شاهرودي د شخصيت خصوصيتونو د سياسي او مذهبي شخصيتونو ترمېنځ له هغه څخه يو ځانګړے شخصيت جوړ کړے ؤ. يو ځل بيا د دغه مجاهد او الهي عالم شخصيت د وفات په مناسبت تسليت وايوو.  د هغه د نوم او ياد درنښت کوو. الهي رحمتونه دې وي په هغه باندې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.