Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63263
تاریخ انتشار : سه شنبه 11 مرغومی 1397 ساعت : 09:20:44

نوی کال مو مبارک شه

نن د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ اوله نیټه، د نوي میلادي کال د پیلیدو ورځ ده.

د هر کال د دسمبر په وروستۍ شپه چې د میلادي کال وروستۍ شپه ده، د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د نوي کال د جشن مراسم ترسره کیږي.

راځئ چې جدي فیصله وکړو چې په ۲۰۱۹ کال کښې هیڅ کوم بیګناه سړی، ښځه او ماشوم د نښتو، ترهګرۍ، تیري او دباؤ په وجه ونه وژل شي او همداشان وږی پاتې نه شي.

نوی میلادي کال د یو اولوالعزم پیغمبر حضرت عیسی مسیح علیه السلام چې په قرآن کریم کښې یې ډیره قدرونه شوې ده له زوکړې څخه پیلیږي، که څه هم د هغوي زوکړه د دسمبر په ۲۵ نیټه نمانځله کیږي.

نو مونږ هم د افغان ایرکا خبري اژانس په استازیتوب د نړۍ ټولو عیسایانو ته د نوي میلادي کال په مبارکۍ ویلو سره، په نړۍ کښې د ارامښت او سولې هیله من یو او د ټولو نړيوالو نیکمرغۍ دخدای تعالی له دربار نه غواړو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.