Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63264
تاریخ انتشار : چهار شنبه 12 مرغومی 1397 ساعت : 12:04:46

طالبانو له ایراني چارواکو سره د دوی د استازو د لیدنې جزئیات په ډاګه کړل

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، چې د طالبانو یو رسمي هئیت د سیمې  له هیوادونو سره د تماسونو په لړ کې تهران ته رسیدلی دی.

خبر پاڼه لیکي” دغه هېئت د ایران مرکز تهران ته استول شوی، تر څو له اشغال څخه وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک کړي”.

خبر پاڼه زیاتوي” د اسلامي امارت هېئتان وخت په وخت د سیمې مختلفو هیوادونو ته سفرونه لري، ترڅو د هیوادونو سیاسي او اخلاقي ملاتړ او د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو د سولې او امن د اعادې په منظور د هغوی همکاري را جلب کړي.”

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، له دې مخکې رسنیو ته ویلي وو چې د ایراني چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د ایران په پایتخت تهران کې د یکشنبې په ورځ د مرغومې په ۹ مه خبرې ترسره شوې دي.

ښاغلی قاسمي زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ د مرغومي په ۹ مه د طالبانو یو هیئت تهران ته رسیدلی او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره یې د اوسنیو موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړې دي.

ایراني چارواکي وایي له دغو لیدنو کتنو څخه افغان حکومت خبر دی او د طالبانو د استازو او ایراني چارواکو ترمنځ به  دا لیدنې په راتلونکې کې هم دوام پیدا کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.