Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63265
تاریخ انتشار : چهار شنبه 12 مرغومی 1397 ساعت : 12:07:31
اجرائیه ریاست:

په تهران کې د طالب استازو او ایراني چارواکو کتنه، د هغو سیمه ییزو هڅو د لړۍ یوه کړۍ بولي چې پر بنسټ یې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته هڅول کیږي

د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست، د طالبانو او ایراني چارواکو تر منځ د افغانستان د سولې په تړاو شوې خبرې اترې د افغان حکومت د سیمه ییزو هڅو پایله بولي او زیاتوي چې دغسې لیدنې ښيي چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع د غښتلتیا په درشل کې ده.

د افغانستان حکومت اجرائیه ریاست په تهران کې د یکشنبې په ورځ د مرغومې په ۹ مه، د طالبانو د استازو او ایراني چارواکو تر منځ د خبرو اترو  په غبرګون کې ویلي چې دغسي ناستې د هغو سیمه یزو هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده چې پر بنسټ یې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته هڅول کیږي.

د اجرائیه ریاست له لوري دغه لیدنې کتنې د افغان سولې په تړاو هیله بښوونکې او مثبتې بللې شوې دي

دا په داسي حال کې دی چې، طالبانو له ایراني چارواکو سره د دوی د استازو د لیدنې جزئیات په ډاګه کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو یو رسمي هئیت د سیمې  له هیوادونو سره د تماسونو په لړ کې تهران ته رسیدلی دی.

خبر پاڼه زیاتوي” د اسلامي امارت هېئتان وخت په وخت د سیمې مختلفو هیوادونو ته سفرونه لري، ترڅو د هیوادونو سیاسي او اخلاقي ملاتړ او د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو د سولې او امن د اعادې په منظور د هغوی همکاري را جلب کړي.”

تر دې مخکې  د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، رسنیو ته ویلي وو چې د ایراني چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د ایران په پایتخت تهران کې د یکشنبې په ورځ د مرغومې په ۹ مه خبرې ترسره شوې دي.

ایراني چارواکي وایي له دغو لیدنو کتنو څخه افغان حکومت خبر دی او د طالبانو د استازو او ایراني چارواکو ترمنځ به  دا لیدنې په راتلونکې کې هم دوام پیدا کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.