Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63266
تاریخ انتشار : چهار شنبه 12 مرغومی 1397 ساعت : 12:08:50

افغانستان، د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخې د ۲۰۲۰ م کال نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته، لاره پیدا کړه

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د سه شنبې په ورځ ویلي، هغه اته ټیمونه چې د دغې شورا د درجه بندۍ له مخې د لیست په سر کې دي، د ۲۰۲۰ م کال نړیوالو شل اوریزو لوبو ته به مستقیما لاره پیدا کوي.

د (ICC)  د اوسنۍ درجه بندۍ له مخې افغانستان په لیست کې اتم ځای لري نو له دې امله  د ۲۰۲۰ کال په نړیوال شل اوریز جام کې کولای شي پرته له دې چې د غوراوي له پړاو څخه تير شي په دغو سیالیو کې به لوبیږي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان ۲۰ اوریزو نړیوالو سیالیو ته، پرته له دې د غوراوي په پړاو کې خپلو سیالو لوبډلو ته ماته ورکړي، لاره مومي.

د ۲۰۲۰ کال په نړیوال شل اوریز جام کې به ټولټال ۱۲ لوبډلې ګډون کوي له هغو اتو لوبډلو څخه یو د افغانستان کرکټ ټیم دی چې مخامخ دې سیالیو ته ځي.

افغانستان، پاکستان، هند، انګلستان، اسټرالیا، نیو زیلنډ، سویلي افریقا او وېسټ انډیز هغه  لوبډلې دي چې مخامخ دې شل اوریز نړیوال جام ته شاملې شوې دي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰ م کال د کرکټ شل اوریزې سیالۍ به په استر لیا هیواد کې ترسره شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.