Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63267
تاریخ انتشار : چهار شنبه 12 مرغومی 1397 ساعت : 12:10:04

کابل ښاروالۍ د یوه بې مخینې اقدام له مخې ۱۱ میرمنې د کابل ښار د ناحیو مرستیالانې ټاکلې دي

 پرون سه شنبه د مرغومې په  ۱۱ مه دغه ښځینه مرستیالانې د کابل ښاروالۍ سرپرست شعیب رحیم له لوري په رسمي توګه خپلو دندو ته ور وپیژندلې شوې.

وحیده صمدي د لومړۍ ناحیې، مرسل ماهان د دوهمې ناحیې، حسینه حسین د پنځمې ناحیې، انجنیر حبیبه صادقي د شپږمې ناحیې، مسعوده فردوس د اتمې ناحېې، سویتا ناصري د نهمې ناحېې، مژکان حاجي زاده  د یولسمې ناحیې، نظیفه اوریاخیله د دولسمې ناحېې، راضیه عارفي د دیارلسمې ناحېې او فهیمه بهزاد د اولسمې ناحېې د مرستیالې په توګه په رسمي ډول پرون د کابل ښاروالۍ د سرپرست شعیب رحیم لخوا خپلو دندو ته ور معرفي شوې دي.

 د کابل ناحیو د مشرتابه په کچه د دغو میرمنو ټاکڼه، کابل ښاروالي د ښاري چارو په برخه کې د ښځو د مشارکت د تامین په موخه یو اقدام بللی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.