Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63270
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 مرغومی 1397 ساعت : 23:35:05

اشرف غنی دې له پکتیاوالو سره کړی ژمنې عملی کړی

که د ملی حکومت اوسنۍ اداره ورسره کړې ژمنې عملی نکړی، نو دوی به په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غنی پرځای بل کس د ځان لپاره غوره او رایه به ورکړی .

د دغه هیواد پکتیاوالو په ېوې لوئې غونډې کې پریکړه کړې، که ولسمشر محمد اشرف غنی ورسره کړې ژمنې پوره نکړی، نو په راتلونکو ټاکنو کې به ورته رایه ورنکړی.

پدې اړوند په جوړه شوې غونډه کې ددې ولایت قومی مخورو،د مدنی ټولنو استازو او ځوانانو ګډون درولود.

د غونډې ګډونوالوته ویناوالو وئیلی دی، له پکتیاوالو سره د کاغذ پرمخ ۱۲ژمنې په لیکلی ډول لاسلیک شوې دی، خو تر دمه د ېوې ژمنې هم عملی چاری نه دی پېل شوې.

یوه قومی مخور حاجی ظاهر اوریاخېل وایی، چې داشرف غنی حکومت یوازې دوی په بېلا بیلو ژمنو سره تېر باسلی او اوس د تېر ایستلو وخت تېر شوی او پکتیاوال نور په خاص وعدو نه تېر ووځی .

د غونډې یو بل ویناوال او قومی مخور حنیف احمدزی د خپلو خبرو پرمهال وویل،که د ملی حکومت اوسنۍ اداره ورسره کړې ژمنې عملی نکړی، نو دوی به په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غنی پرځای بل کس د ځان لپاره غوره او رایه به ورکړی .

د غونډې ګډونوالو په شریکه پریکړه وکړه،که د ولسمشر اشرف غنی حکومت ورسره کړې ژمنې عملی نکړې، نو دوی به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورنکړی . یاده دی وی چې افغان ولسمشر اشرف غنی په ۱۲ لویو ژمنو کې د مچلغو بند،حلقوی سړک، حوزوی روغتون ، زرمت ګردېز سړک،صنعتی پارک او دې ته ورته هغه لویې ژمنې وې، چې له پکتیا والو سره یې کړې وې، خو تردمه پورې یې دعملی چارو کوم څرک نه لیدل کیږی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.