Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63271
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 مرغومی 1397 ساعت : 23:42:01

جمهوررئیس غني د امریکا لوی درستیز خپل حضور ته ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک مایلي چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، نن مازدیګر خپل حضور ته ومانه.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني په دې کتنه کې وویل، افغان حکومت د اصلاحاتو په اړه لازمې برنامې لري او پر مثبت لوري د حرکت په حال کې دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.