Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63275
تاریخ انتشار : شنبه 15 مرغومی 1397 ساعت : 11:10:52

د عمران خان او اردوغان په کتنه کښې پر افغانستان خبرې وشوې

د پاکستان وزیراعظم او د ترکیې ولسمشر د افغانستان د صلحې له خبرواترو سره د مرستې په چوکاټ کښې د ملګرتیا لپاره د دواړو هیوادونو په چمتووالي ټینګار وکړ.

د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان انقرې ته د خپل سفر په وړومبۍ ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ملاقات وکړ او د پاکستان-ترکیې د دوه اړخیزو اړیکو او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو او بدلونونو په هکله یې سلامشورې وکړې.

له ترک ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کښې ګډون، پرون په انقرې کښې د پاکستان د وزیراعظم د سفر یو بل پروګرام و.

په دغې خبري غونډې کښې اردوغان د روان کال په پسرلي کښې د ترکیې، پاکستان او افغانستان د مشرانو د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو خبر ورکړ.

عمران خان هم هیله وښودله چې استنبول ته یې سفر په افغانستان کښې د صلحې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د ترکیې او پاکستان مشرانو همداشان په هغه ګډه بیانیه کښې چې د دواړو هیوادونو د پلاویو په شتون سره صادره شوه، د ملګرو ملتو، اسلامي ملګرتیا، د اقتصادي ملګرتیا او د اتو اسلامي هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا سازمان په شمول نړیوالو ارګانونو کښې له دوه اړخیزو ملګرتیاو خوښي او ډاډ څرګند کړه.

په عین حال کښې د پاکستان او ترکیې خارجه وزیرانو مولود چاووش اوغلو او شاه محمود قریشي په یو ملاقات کښې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لارې چارې وجاجولې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.