Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63278
تاریخ انتشار : يکشنبه 16 مرغومی 1397 ساعت : 15:09:54

د سولې په اړه د طالبانو او امريکا بله ناسته په قطر کې کيږي

د افغانستان اوولس کلنې جګړې د سوله ییز حل لپاره د طالبانو او  امريکا بله ناسته په قطر کې ترسره کيږي.

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي، چې د سولې راتلونکې ناسته به د امريکايي او طالب ډيپلوماټانو ترمنځ وي.

نن ټکی اسيا ته يوې سرچينې ويلي، چې د سولې بله ناسته به په راتلونکو دوو ورځو کې د قطر پلازمېنې دوحه کې ترسره شي.

د سرچينې په وينا په دې ناسته کې  به د متحده عربي اماراتو او سعودي استازي ګډون ونه لري او يوازې طالبان او امريکايي ډيپلوماټان به يې ګډونوال وي.

د ګډ حکومت چارواکو د ابوظبۍ په ناسته کې هڅه کړې وه، چې د امريکا، پاکستان، اماراتو او سعودي په غوښتنه طالبان ورسره وګوري، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار کړی و.

يو شمېر سرچينو داسې راپورونه خپاره کړي  وو، چې د سولې راتلونکې  ناسته به د سعودي په کوربه توب په جدې ښار  کې وي، خو طالبانو دغه راپورونه بې بنسټه بللي او زياته کړې يې ده، چې د جدې ناستې کې ګډون يې د پلان برخه نه ده.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني تر دې وړاندې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره هم اړيکه نيولې وه او غوښتنه يې  ترې کړې وه، چې په دغه ناسته کې طالبان د افغان پلاوي سره خبرو ته کينوي.

د سولې عالي شورا وياند احسان الله وايي، حکومت اندېښنه لري، چې حکومتي پلاوی يو ځل بيا د اماراتو د ناستې په  څېر له سپکاوي سره مخ نشي او له همدې امله حکومت  ټينګار کړی و،که طالبان د جدې په ناسته کې له افغان پلاوي سره نه ګوري، دوی به هم په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې طالبانو اوولس کاله د خپلو اهدافو لپاره د امريکا په مشرۍ له ټولو ايتلافيانو سره جګړه کړې او د سولې په خبرو کې هم د طالبانو شرطونه بايد ومنل شي.

د جهادي ګوندونو د چارو څارونکی لندن مېشتی فلسطینی ليکوال عبدالباري عطوان وايي، چې طالبان د سيمې له ټولو متضادو هېوادونو سره قوي اړيکې لري او ټول هېوادونه ځانونه له طالبانو سره اړيکو ته اړ بولي او د سولې  په خبرو کې باید  د طالبانو شرطونو ومنل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.