Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63282
تاریخ انتشار : جمعه 21 مرغومی 1397 ساعت : 09:13:34

دکابل حکومت او طالبانو ترمینځ دسولې خبرې دوخت ضرورت دی

د چین خارجه وزیر زیاته کړې بیجینګ د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی.

د چین خارجه وزیر وانګ ئی بیګا په بیجینګ کې د افغانستان دملی امنیت له سلاکار حمد ا... محب سره په کتنې کې په افغانستان کې د سولې له خبرواترو په ملاتړ سره وئیلی دی ، په دغه هیواد کې دامنیت اوسولې تامینیدا له طالبانو ډلې سره د افغانستان دحکومت له نیغ په نیغه خبرواترو پرته هیڅ امکان نه لری.

د چین خارجه وزیر زیاته کړې بیجینګ د افغانانو په رهبرۍ اومالکیّت سره په افغانستان کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی.

 دافغانستان دملی امنیت سلاکار هم په دغې کتنې کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې دچین دملګرتیاؤ قدرونه وکړه او دسمیې په سولې اوامنیت تامینولو کې ئې د دغه هیواد رول ډیر مهم اورغنده وبالۀ.

 دواړو لورو د دوواړخیزو اړیکو په پراختیا اوپیاوړتیا هم ټینګار وکړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.