Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63299
تاریخ انتشار : پنج شنبه 27 مرغومی 1397 ساعت : 08:37:44

په امريکه کښې د پرېس ټي وي اينکره ونيوې او جېل کښې واچولې شوه

پرېس ټي وي چېنل په امريکه کښې د دغه چېنل د يوې ښځې اېنکرې بې له څه توره نيول کېدو خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د دغه چېنل ويانه او اېنکره مېرمن مرضيه هاشمي د تېر ايتوار له ورځې څخه په ډېرو نامناسبو حالاتو کښې د واشنګټن ډي سي په بندي خانه کښې پرته ده.

ويل کيږي امريکائي پوليسو د دغې مسلمانې له نيولو وروسته د هغې حجاب او پرده لرې کړه او کوم لباس يې چې  ورته ورکړے دے بشپړه ستر نه لري.

مېرمن مرضيه هاشمي په هغه يوازېني تماس کښې چې له خپلې کورنۍ سره يې لرلې ؤ همدارنګ ويلي دي چې جېل ساتونکو د هغې پښې لاسونه په زنځيرونو تړلي او خوړلو لپاره يې  ورته د خنزير غوښه ورکړے خو له خوړلو څخه د انکار په وجه هغه له لږ ترلږه له مناسبو خوړو څخه بې برخې شوې ده.

پرېس ټي وي رپوټ ورکړے دے چې مېرمن هاشمي چې اصالتاً امريکائي ده امريکې ته په ګڼ شمېر مسافرتونو کښې تل په خاصه توګه د امريکې په هوائي ډګر کښې د مامورانو د بدسلوک شکايت کړے ؤ.

د امريکې د  پوليسو او قضائي قوې چارواکو د مېرمن مرضيه هاشمي له نېولو څخه د دريو ورځو د تېرېدو باوجود د هغې په خلاف څه تور نه دے مطرح کړے او د هغې د نيولو په اړه يې څه وضاحت هم نه دے ورکړے.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.